1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني ددفاع وزير د معتدلو طالبانو سره خبري کول غواړي

۱۳۸۸ آذر ۳۰, دوشنبه

خو د امريکې د غوښتني سره سم افغانستان ته د نورو عسکرودليږو فيصله به د لندن د غونډي ترنتايجووروسته اعلان سي

https://p.dw.com/p/L9qZ
انځور: AP

له طالبانو سره د خبرو اتره پلوي د سوسيال دموکرات گوند SPD يوه مخکيني مشر کورت بيک هم کړې وه، چې هغه مهال سختي نيوکي پرې وشوې . اوس له مسيحي سوسيال گوند CDU څخه د پوځ وزير دا وړانديز کړی، چې بايد له نرمښت پلوه طالبانو سره خبري وشي . ده د يکشنبې په ورځ يوې آلمانۍ ورځپاڼې Welt am Sonntag د دې پوښتني په ځواب کې چې، آيا د ځينو طالبانو سره به د روغي جوړي لاره موجوده وي او که نه، وويل چې : هر پاڅون کوونکی هم لويديزي نړۍ ته خطرناک نه دئ، او ښايي له ډول ډول ټولنيزو ډلو او قومو سره خبرې وکېدلی شي . گوتنبرگ په پاڅون کوونکو کې دې توپير ته اشاره کړېده، چې ځيني هغه بنسټ پال دي، کوم چې لويديز کلتور نسي منلی او ورسره مجادله يې خپله موخه گرزولې، او ځينې بيا خپل کلتور ته له سيمي سره اړوند ورکوي . د ده له نظره هر ډول اړيکي شکول مناسب کار نه دئ، خو بايد شرايط ورته موجود وي .

گوتنبرگ دا نسي منلی، چې د امريکې د غوښتني له مخي د هرو مرو په افغانستان کې د آلماني سرتېرو شمېر زيات کړل شي . گوتنبرگ وايي که څه هم دا ويل شوي، چې بايد په اوباما پسي ولاړ شو، خو زه به له دې جملې سره ډېر احتياط کوم : موږ بايد وکولی شو لومړی د خپلو تجربو په بنسټ يوه ستراتيژي طرح کړو.

د پوځ وزير په لندن کې د جنورۍ په پای کې د افغانستان د کانفرانس تر مخ دې ته اشاره وکوله، چې لومړی بايد نوې ستراتيژي جوړه او له هغه وروسته وليدل شي، چې د افغانستان دپاره نور ځواکونه يا عسکر هم لازم دي او که سړی کولی شي له اوسني شمېر سره خپله دنده سر ته ورسوي .

د دې تر څنگ د سوسيال دموکرات گوند مشر گابريل هم سر له اوس څخه افغانستان ته د نورو عسکرو لېږنه رد کړېده او ويلي يې دي، چې له موجودې اندازې څخه د عسکرو له زياتوالي سره به د ده گوند موافقه نه کوي . گابريل د کندز د بمباريو په اړوند پر گوتنبرگ باندې سخته نيوکه کړېده او وايي، چې نوموړی ځان عسکرو ته نه ورمخ ته کوي . څوک چې له پوځ نه پياوړتيا غواړي، ښايي د خلکو له خبرو څخه ونه ډار شي .

د کندز په پېښه کې اوس د بهرنيو چارو د مخکيني وزير فرانک والټر شتين ماير رول ته روښانه کېدونکی دئ . اوس ځيني رسنۍ وايي، چې کندز ته نږدې پر دوو ټانکونو باندي له هوايي گذار څخه لږ څه وروسته د بهرنيو چارو د وزارت استازي ته د ملکي کسانو له وژل کېدو څخه خبر ورکړل شوی وو. په دې اړوند د سوسيال دموکرات گوند نوی مشر گابريل څرگندوي :

(شتين ماير تل دا گواښ کاوه، چې نه ښايي هغه عمليات سمدلاسه پرځای وبلل شي او د وخته يې دا خبره کړېده، چې هلته ملکي کسان هم له منځه وړل شوي. خو هغه څه له اوسني بحث سره ارتباط نه لري .)

کای کوستنر / عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري