1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني ددفاع پخواني او د کار اوسني وزير استعفأ ورکړه

۱۳۸۸ آذر ۶, جمعه

لږ څه دمخه خبر راورسيدی چه د جرمني ددفاع پخواني او د کار اوسني وزير فرانس يوزف يونګ د کار د وزارت څخه استعفآ ورکړل ، او په معلوماتو کښي يې د غلط فهمۍ سياسي مسؤليت پر غاړه واخيستی

https://p.dw.com/p/KhaF
انځور: AP

د آلمان ددفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبيرګ په کندز کې د طالبانو له خوا د دوو تښتول شوو ټانکرونو د لانجمنو بمباريو په هکله د بشپړ روښانولو وعده ورکړه . ګوتنبيرګ د آلمان دوهم ټلويزونی کانال ته وويل چې دی به ټولي دوسيې د پارلمان په اختيار کې کښيږدی . د دې پس منظر د تير وزير د غلطو معلوماتو او پټولو بڼه ده . د دفاع پخوانی وزيرفرانس جوزيف يونګ چې اوس د کار وزير دی، د دې تورونو له امله په پارلمان کې له ځانه دفاع وکړه او ويې ويل چې ده هر وخت عامه افکارو او پارلمان ته هغه معلومات وړاندی کړی چې دده په اختيار کې وه . يونګ د کار د وزارت څخه د استعفا ورکول رد کړي وه ، خو لږ دمخه خبر راورسيدی چه دغه وزير د د کار د وزارت څخه استعفآ ورکړل ، او په معلوماتو کښي یې د غلط فهمۍ سياسي مسؤليت پر غاړه واخيستی . خو دی پر خپله دې خبره پاتيږی چه هر وخت يې عامه افکارو او پارلمان ته دهوايی بمباريو په باب معلومات ورکړي وه .

ددفاع د وزارت عمومی مفتش ولفګنګ شنايدرهان او ددغه وزارت معين خپلي څوکی پرون پرې ښودې . د آلمان د پوځ په امر چې د روان زيږديز کال د سپتمبر په مياشت کې په کندز کې پر دوو ټانکرونو د امريکايي پوځی الوتکو له خوا بريدونه شوی وو، تر 142 تنو پکښې خپل ژوند له لاسه ورکړ .

ګوتنبيرګ Dpa / سهيلا حسرت نظيمي

کتونکي : محمد قاسم نوري