1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پرمختيايي چارو وزير کابل ته تللی

۱۳۸۹ فروردین ۱۲, پنجشنبه

دا په يوه اونۍ د آلمان د دوهم لوړ پوړي چارواکي سفر دی، چي افغانستان ته يې کوي...

https://p.dw.com/p/MjoD
د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پرمختيايي چارو وزير ديرک نيبل
د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پرمختيايي چارو وزير ديرک نيبلانځور: dpa

په همدې روانه اونې کي، يعني د تيري يکشنبې د ورځي څخه د سه شنبې تر ورځي پوري د آلمان د کورنيو چارووزير توماس ديميزیرهم افغانستان ته تللی و او په تيره بيا د افغانستان د پوليسو د روزني پوري مربوطو مسايلو په هکله ديميزير د افغانستان د مسولو چارواکو سره خبري کړي او نوموړي په افغانستان کي دناتو دستر قوماندان امريکايي جنرال ميک ستانلي سره هم کتلي و.

د آلمان د اقتصادي ګډکار او پرمختيايی چارو وزير ديرک نيبل،چي دهغه په اوسني اتلافي حکومت کي په ليبرال ډيموکراټ ګوند پوري اړه لري، غواړي، چي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په شمول ددغه هیواد د نورو مسولو چارواکو سره د افغانستان پر روانو سیاسي او اقتصادي حالاتو او په تيره بیا د افغانستان د بيرته روغوني په چارو کي د آلمان د مالي او تخنیکی مرستو په هکله خبري وکړي.

نيبل به په افغانستان کي دهغه پرمختيايي پروژو څخه هم کتنه کوي چي دآلمان په مالي او تخنیکی مرستو سره په کار لويدلي.

له افغانستان سره دمرسته کونکو هیوادونو په کتار کي آلمان دريم هیواد بلل کيږي . او د 2002 میلادي کال راهيسي آلمانانو دافغانستان دبيرته روغوني دچارو دپاره 1 ، 1 مليارده يوروورکړي دي .

دافغانستان په هکله دلندن په وروستي نړیوال کنفرانس کي چي دهمدي روان ميلادی کال دجنوري دمیاشتي په 28 نيټه و ، آلمانانو دا ژمنه کړی چی دافغانستان دپاره به ددوي مرستي نور هم زيات کړاي شي. تر 2013 میلادې کاله پوري به آلمانان هر کال 250 مليونه يورو افغانستان ته ورکوي.

د آلمان پرمختیايي مرستي زياتره د افغانستان په پنځو شمالي ولایاتو کي لګيږي. په دغه پیسو سره بايد هڅه وسي، چي د سيمي په کلیو او بانډو کي داسي پرمختیايي پروژې په کار ولوویږي، چي د خلکو ژوند ښه سي، د انرژۍ او د څښلو د اوبو په پرروژو کي پانګه په کار واچول سي، د ترانسپورتي لارو ، دښونځیو او نورو تعلیمي پروژوجوړول او دښونکو روزلو ته بايد پاملرنه وشي.

دآلمان داقتصادي او پرمختیايی چارو دوزير ديرک نيبل په عقیده ،بايد په افغانستان کی پوځیان او دپر مختیايی چارو مسولین سره نژدی ګډ کار وکړي ځکه چيرته چي امنیت نه وي هلته پرمختیايي چاري پرمخ نه ځي . بلکی ددی خطر شته چي دپرمختیايی چارو دپاره ځانګړې شوي پيسي دبډي اخيستلو ، اختلاس ، اويا دبرمته نیولو او بيا دهغوی دبيرته خلاصولوپه لارو کی ولږيږي .

دغه خبره ديرک نيبل نن دآلمان د Bild دورځپاڼۍ سره ديوي مرکي په ترڅ کي کړيده . دي پخپله مرکه کي وايي چي مونږ نه غواړو په افغانستان کي دطالبانو او یا جنايي باندونو سره مرسته وکړو . نو له همدي امله مونږ بايد دافغانستان په شمالی سیمو کي پوځي او پرمختيايي چاري په اصطلا سره وتړو . او یواځی له همدی لاري کيداي شي مونږ خلکو ته وښه یو چي زمونږ عسکر په دغه سیمه کي دامن او ثبات دتامین دپاره راغلي ترڅو چي مونږ وشو کړاې دبيرته روغوني دپروژو کارونه پرته دخڼډ او ځنډ څخه پرمخ بوزو.

د آلمان دپرمختیايي چارو او اقتصادی ګډ کار وزير نيبل به څوو رځۍ په افغانستان کی پاتي شي . دي به دافغانستان دولسمشر حامد کرزي سره دخپلو خبرو په بهير کي هغه ته داخبره په ډاګه کړي چي که څه هم دافغانستان دبيرته روغوني په چارو کي پرمختګونه راغلي دي خو بياهم دحکومت داري په چارو کي زياتي نیمګړتیاوي لا ليدل کيږي . دبډي اخيستلو او اختلا س سره مبارزه دسولي او امنیت تامين او بشري بنيادي حقونو رعایتول دمهمو چارو څخه بلل کیږي چی بايد تر سره کړاي شي.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل