د جرمني د بهرنيو چارو وزير د اناپوليس کنفرانس کټور و.
۱۳۸۶ آذر ۷, چهارشنبهاعلان
شټاين ماير آلمان ته د راتلو څخه دمخه په ډاګه کړه، چي اسرايلو او فلسطينانو د لاس په قول سره دا ژمنه وکړه، چي د سولې نوي لاري چاري به پلټي.
نوموړي دا هم ويلي چي د آلمان اتحادي جمهوريت دې ته چمتو دی، چي ددې پروسې د اغېزمنتوب په لاره کي مرسته وکړي.
نوموړي دا ټنګارهم کړی، چي سوريي ته هم بايد د نژدې ختيځ د سولي په غونډه کي برخه ورکړل سي او دا ځکه چي نوموړی هيواد په سيمه کي يو د اهميت وړ موقعيت لري.