1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د بيا يو والي په وياړ د جمهوررئيس وينا

۱۳۸۹ مهر ۱۲, دوشنبه

د آلمان جمهوررئيس کريستيان وولف د خپل هيواد د يو والي د شلمي کاليزي د لمانځني په مناسبت په خپله وينا کي پر آلمانانو ږغ وکړی چي په آلمان کي د ميشتو بهرنيانو په وړاندي غيږه پرانيزي.

https://p.dw.com/p/PTLI
د المان جمهورريس کرستيان وولف
د المان جمهورريس کرستيان وولفانځور: dapd

د يو والي د شلمي کاليزي په مناسبت لمانځنه چي د آلمان په شمال دBremen په ښار کي نيول شوي وه، د جمهوررئيس په توګه په خپله لومړني بنسټيزه وينا کي وويل چي تنوع او څو ډول توب د آلمان ټولنه شتمنه کړي او د ستايني وړدي.

« نن موږ د هغه څه لمانځنه کوو چي شل کاله د مخه مو خپل پلرني وطن ته يو والی حق او آزادي لاس ته راوړل. موږ نن هغه يوه ورځ لملانځو چي ډيرو لږ ولسونو ته د هغي د لمانځني موقع ورکړل سوې ده.»

د آلمان جمهور رئيس د خپلي وينا په سر کي د پخواني ختيځ آلمان د مدني ټولني او د بشري حقونو هغو مبارزينو ته چي په خپل سوليز پاڅون سره يې يو استبدادي رژيم نسکور کړ او وروسته يې د يو والي دپاره لاره هواره کړه ستاينه او د قربانيانو څخه مننه وکړه.

هغه وويل کله چي د آلمان د يوالي په سر کي خلکو دا شعار پورته کړ چي « موږ يو ولس يو» نن بايد دغه شعار په دي هيواد کي ټولو ميشتو خلکو ته د بلني په شعار بدل سي:

« تر هر څه د مخه چي موږ د آلمان د تړاو خبره يادوو، موږ يو ښکاره او روښانه دريځ ته اړتيا لرو، په آلمان پوري تړاو يوازي په پاسپورت درلودلو يا يو فاميلي تاريخ يا يوې عقيدي پوري محدود نه پاته کيږي، بلکه په آلمان پوري د تړاو لمن تر دې هم پراخه ده. په دې کي هيڅ شک نه سته چي مسيحيت په آلمان پوري اړه لري، په دې کي هم هيڅ شک نه شته يهوديت په آلمان پوره اړه لري، دا دواړه زموږ مسيحي او يهودي تاريخ دی، خو محترمو آغلو او ښاغلو، نن اسلام هم په آلمان پوره اړه لري.»

Feier zum Tag der Deutschen Einheit in Bremen 2010
انځور: picture-alliance/dpa

خو د المان جمهوررئيس يادونه وکړه هغه څوک چي په آلمان کي ژوند کوي او اوسيږي، هغوی بايد ددې هيواد دګډ ژوندانه نظم سره سم عمل وکړي.

هغه وويل، هغه کسان چي دغه نظم نه مراعاتوي،« څوک چي زموږ د هيواد ارزښتونه ته په سپکه سترکه ګوري، هغوي بايد پوه سي، چي د هغو سره په قاطعيت برخورد کيږيږ»

کريستيان ولف دغه راز د اروپا د متحدينو څخه مننه وکړه چي ددغه په دغه يو والي کي يې د المان سره مرسته وکړه. هغه وويل چي په حقيقت کي په اروپا کي د ديکتاتور رژ يمونو په مقابل کي د خلکو پاڅون د آلمان د يو والي دپاره دروازه پرانيستله.

« نو په دې وجه په ځانکړي خوښي سره وايم چي د اروپا د ازادۍ د غورځنگونو څخه پرته د آلمان يو والي ممکن نه ؤ.

کرييستيان وولف پر خپلو ټولو هيوا والو ږغ وکړی چي د هغو خلکو په وړاندي چي دې هيواد ته راکډه سوي دي او دلته غواړي چي د نورو سره ګډ ژوند ولري، « د هغوی سره په ورين تندي چلند وکړي». هغه وويل چي دی په آلمان کي د ټولو اوسيدونکو هغه که په هر نسب او خټه پوري تعلق لري، د هغو جمهوررئيس دی.

«کله چي يوه مسلمانه ښځه يا مسلمان نارينه ماته ليکي: تاسي زما جمهوررئيس ياست، نو زه د زړه له کومي په ځواب کي ورته وايم چي، هو زه رښتيا هم ستاسو جمهوررئيس يم. او دا خبره په پوره ليوالتيا او د زړه له کومي ورته کوم، چي زه د ټولو هغو خلکو جمهوررئيس يم چي په دې هيواد کي ژوند کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل