1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د دفاع وزارت به په افغانستان کي د سره صليب نښان نه کاروي

۱۳۸۸ مرداد ۴, یکشنبه

وروسته له دې نه به په افغانستان کې له طالبانو سره د جگړې په موقع، آلماني طبيبان او د روغتيايي چوپړونو ډلې د سره صليب نخښې پر خپلو موټرونو نه لگوي...

https://p.dw.com/p/IxcM
د سره صليب او سرې مياشتي نښانونه
د سره صليب او سرې مياشتي نښانونهانځور: Julius Kusuma

د اسوشيټټ پرس آژانس خپل يو نننی خبر په دې جمله سره پيل کويا او وړاندې ليکي، د آلماني پوځ يوه وياند هم د اونۍ په پای کې د فوکوس نومې مجلې دا خبر تائيد کړ، چې د امنيتي ملحوظاتو له مخې به له دې نخښې څخه صرفنظر کيږي. پرځای د دې چې د دښمن د گذارونو د مخنيوي سبب وگرزي، زياتره پخپله تر گذار لاندې نيول کيږي. د دې تر څنگ د افغانستان په شمالي ښار کندز کې بيا پر آلماني گزمو حمله شوېده.

د آلمان د پوځ وزارت رپوټ ورکړی، چې په دې وروستۍ حمله کې د دوی عسکرو ته هېڅ ډول زيان نه دئ رسېدلی او هسې يو ډينگو ډوله موټر ژوبل شوی دئ. د اونۍ له پيل څخه د کندوز په سيمه کې افغاني امنيتي ځواکونو د ٣٠٠ تنو آلماني سرتېرو په مرسته سره د طالبانو پرضد پوځي عمليات په لار اچولي. ويل شوي، چې دا عمليات به دوام کوي.

د صره صليب د نخښې په اړوند، له سوسيال دموکراته ټلوالې CDU څخه د جرمن د پوځ وزير فرانڅ يوزف يونگ په تېره اونۍ کې دا شکايت وکړ، چې دا علامه د طالبانو د پاره يو ښه هدف جوړوي. د پوځ د وزارت وياند دې ته اشاره وکوله، چې امريکايي، انگريزي او فرانسوي ځواکونه هم له امنيتي لحاظه د سره صليب نخښه نه استعمالوي.

رپوټ وړاندې زياتوي، ياغيانو په تېرو مياشتو کې خپل جنگي تکتيک بدل کړی. دوی پر عسکرو باندې پرله پسې له شا نه ناڅاپه حملې کوي. که څه هم د روغتياپالو موټرونو زغرور دي، مگر وسلې نه لري. د فوکوس نومې مجلې له قوله به، وروسته له دې نه د طبيبانو خوځېدونکې ډلې پرته له صليبي نخښې په ماشيندارو يا لاسي بم توغوونکو وسلو سره سمبالو موټرونو کې گزمې بدرگه کوي.

Agenturen/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل