1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د دفاع وزارت غواړي په پوځ کي بهرنيان استخدام کړي

۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د جرمني په پوځ کي په جبري توګه د عسکرۍ د خدمت د له منځه وړلو وروسته اوس د د فاع وزارت نه پوهيږي چي آيا په راتلونکي کي به د الماني پوځ ليکي په خټه المانيان په خپله خوښه ډکي کړي او که نه؟

https://p.dw.com/p/R19S
د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ
د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو گوتنبرگانځور: AP

المان دا مهال د ناټو او اروپايي ټولني په چوکاټ کي د تر سره کيدونکو عملياتو لپاره په کافي اندازه عسکر نه لري.

د المان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبيرګ په وار وار دا خبره کړې چي د جرمني پوځ به په داوطلبانه خدمت سره نور هم په زړه پوري سي.

په هغه 73 مخيز پروگرام کي چي د داوطلبۍ د خدمت په موخه ترتيب سوی پکښي راغلي چي پر ښې تنخوا سربيره په ډيرو پوځي چاوڼيو کي د ماشومانو د ساتني اسانتياوي هم په پام کي نيول سوي دي.

په برلين کي د دفاع وزارت وياند شټيفن موريټس وويل چي، وزارت يي په پوځ کي د خارجي اتباعو د استخدامولو پلان هم لري:

« په دې برخه کي پر دي باندي هم غور روان دی چي د جرمني په پوځ کي د خارجي اتباعو د استخدامولو امکانات څنګه دي. خو په دې اړه لا تر اوسه کومه پريکړه نه ده سوي. که چيري دا پريکړه وسي نو د پارلمان څخه به يې تصويب ضروري وي. موږ د اروپايي هيوادونو د وګړو د راجلبولو پر امکاناتو هم کار کوو، هغه اروپايي هيوادونه چي موږ ورسره په پوځي برخه کي قراردادونه لرو د بيلګي په توګه د سويس سره.»

موريتس دا خبره هم روښانه کړه چي يوازي به هغه خارجيان چي په المان کي ژوند کوي په پلان سوي پروګرام کي د برخه اخيستو جوګه وي.

هغه پدې نظر دی چي که چيري دغه پروگرام عملي هم سي نو تمه نه لري چي د بهرنيانو ګڼ شمير دي پکښي برخه واخلي.

د هغه په خبره بهرنيان به يوازي د استثنايي شرايطو په لرلو سره په پوځ کي استخدام ته غاړه کښېږدي.

د المان په اردو کښي د خارجي اتباعو د استخدامول خبره د هغه هيواد په پوځ کښي د اصلاحاتو د راوستلو د پروسي د لومړي پړاو يو وړانديز دی.

د المان د حکومت وياند شتيفن زايبرت وويل چي لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل لا په دي اړه جدي فکر نه دی کړی.

« موږ ددې پروسي د لومړيو امکاناتو په هکله خبري کړي. لومړۍ وزيري لا تراوسه په دې بحث کي ګډون نه دی کړي. خو په ټولو جرياناتو خبره ده.»

داسي ښکاري چي د جرمني د اپوزيسون د سوسيال ديموکراټ او د شنو ګوندنه به هم د دي پروسې ملاتړ وکړي.

د شنو گوند ددفاعي چارو وياند اميد نورپوري ويلت نومي ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي هغه خارجيان چي په هيوادونو کي يې وسله والي شخړي رواني وي بايد په پوځ کي استخدام نه سي.

ولي د دفاع وزارت وياند شتيفن موريتس وايي چي دا خبره په پام کي نه ده نيول سوې.

هاردي/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل