1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د دفاع وزير د کندوز د خونړۍ پيښي د بحثونو څخه پخپله ګټه کار اخيستی

۱۳۸۸ آذر ۲۶, پنجشنبه

کارل-تيودور څو ګوټن برګ هغه تور رد کي،چي ده اپوزيسون ته د لانجمنو هوايي بمباريو په باب پوره او سم معلومات نه دي ورکړي، يعني د هغه حقيقت په باب چي د بمباريو هدف طالبان ول،او نه د تيلو ټانکرونه...

https://p.dw.com/p/L68w
د جرمني اوسنی د دفاع وزير په پارلمان کي د وينا پر مهال
د جرمني اوسنی د دفاع وزير په پارلمان کي د وينا پر مهالانځور: dpa

« په دغه اړه ملامتي اصلا بايد اپوزيسون پر غاړه واخلي، ځکه چي دوی لږ تر لږه د نوامبر د3 مي څخه د ټولو هغوشيانو په باب مالومات حاصل کي، چي دوی يې ادعا کوله، ځيني يې حتي د نوامبر د3 دمخه هم . »

ځکه چي د اپوزيسون ځينو انتخاب سوو سياستمدارانو اجازه درلوده، د هوايي بمباريو په اړه پټي تحقيقاتي دوسيې هم وګوري،خو د هغه څخه په عام ډول خبري نه وې سوي.

سوسيال ډيموکراټانو، زرغونو او چپيانو د دفاع پر وزير سخت انتقادونه وکړل، چي د بمباريو پر وخت لا وزير نه ؤ. د چپيانو د ګوند د پارلماني فراکسيون څخه يان وان آکِن وويل ، چي دغو بمباريو ته پارلمان اجازه نه وه ورکړې، او د جرمني پوځ په ماموريت کښي نه وه شامل:

« ښاغلې ګوټن برګ ، تاسي د وژلو اجازه نه لرۍ . هدفمن وژل په دې مانا دي لکه يو څوک چه بېله دمحکمې د حکم څخه وژل کيږي. ددې اجازه تاسي نه لرۍ . »

اپوزيسون پر ګوټن برګ باندي په دونه شدت او نارو سره حمله وکړه،چي د پارلمان رييس بايد مداخله کړې وای، تر څو آرامي راسي.

پارلمان اوس نو د خپلي قوي وسيلې څخه کار واخيستي، تر څو د هوايي بمباريو د لايل معلوم کړي: يعني يوه تحقيقاتي کمېټه به جوړيږي، او دا به څېړي چي د سپټمبر پر 4 مه په دقيق ډول څشي پيښ سوي وه او دا نو په افغانستان کښي د آلماني پوځ د ماموريت د پيل څخه لومړی ځل دی، چي د جرمني پوځ عمليات داسي سخت عواقب لري.

د آلمان حکومت نه يوازي د هوايي بمباريو له کبله د 142 کسانو د وژلو سم جواب نه لري، بلکه د هغه په باب د ګډووډو مالوماتو د ورکولو هم. د شنو د ګوندسياستمدار نوري اميد پور غواړي چي تحقيقاتي کمېټه دغو لاندي پوښتنو ته جواب ووايي:

«موږ غواړو طبعاً پوه سو، چي د نظامي عملياتو رهبري کمي غلطۍ کړي دي. موږ غواړو د قيق پوه سو، چي کم نظامي مقررات نه دي مراعت سوي او موږ غواړو طبعاً پوه سو،چي دلته په برلين کښي د جرمني د دفاع په وزارت کښي څه کيږي .»

د دفاع وزير کارل-تيودور څو ګوټن برګ په لومړي سر کښي هوايي بمبارۍ د پوځي لحاظه لازمي وبللې، خو وروسته يې بيرته دغه خبره اصلاح کړه. راينر آرنولډ، چي په دغه تحقيقاتي کمېټه کښي د سوسيال ډيموکراټ دګوند نمايندګي کوي، غواړي پوه سي چي د دفاع وزير په دغه هکله څه وايي.

که تحقيقاتي کمېټه په جنوري کښي په خپل کار پيل وکړي، نو اپوزيسون به د دفاع له وزير څخه د لومړني شاهد په حيث پوښتني وکي، او شايد وروسته ډير ژر د لومړۍ وزيري څخه هم.

د کمه وخته انګيلا ميرکل پوهيده، چي په بمباريو کښي طالبان بايد ووژل سي او لکه څنګه چي اپوزيسون وايي، شايد د افغانستان په باب د جرمني د حکومت ستراتيژي تغير خوړلی وي، بيله دې چي د هغه څخه پارلمان يا عامه ذهنيت ته خبر ورکول سوی وي.

د حکومتي ګوندو استازي بيا د وزيرانو او لومړۍ وزيري د وختي او ژر ترژره پوښتنو مخالف دي، غواړي چي آرامي رامنځته کړي او وايي چي تحقيقات لږ تر لږه يو کال دوام کوي، او حکومتي غړي کيدای سي په آرامۍ سره وپوښتل سي.

Werkhäuser, Nina/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل