1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د دوو ايالتونو په ټاکنو کي د زرغون ګوند بری

۱۳۹۰ فروردین ۹, سه‌شنبه

د ټول پوښتنو له مخي د ډېرو وختونو راهيسي د آلمان په دغو دوو ايالتونو کي د زرغون ګوند د خوښي وړ ګوند ؤ او دادی اوس دغه ګوند انتخاب هم سو او ددغه ځای د خلکو ارمان هم پوره سو.

https://p.dw.com/p/RDcG
د المان د زرغون ګوند تر اوسه پوري داسي بری نه و تر لاسه کړی.
د المان د زرغون ګوند تر اوسه پوري داسي بری نه و تر لاسه کړی.انځور: dapd

د آلمان په راين لند فالز او باډن اورتنبرګ کي زرغون ګوند تر اوسه پوري دومره لوی بری نه ؤ تر لاسه کړی. همدارنګه د هيسن په سيمه ييزو انتخاباتو کي هم دغه ګوند ډېري رايي تر لاسه کړي وې.

په بادن اورتنبرګ کي ددغه ګوند په تاريخ کي دا اول وار دي چي خپل صدراعظم ټاکي او همدارنګه يې د ۵۸ کالو راهيسي د اول وار دپاره محافظه کاره کريست ديموکرات ګوند ته خاتمه ورکړه.

ددغه ګوند مشر چيم اوزديمير هم ددغسي نتايجو انتظار نه درلود هغه وايي باور يې نه راځي چي دومره لوی بری دي ور په برخه سوی وي.

د زرغون ګوند د انتخاباتو د ګټلو يو دليل هم دا وو چي دوی د دېرشو کلونو راهيسي د اټومي انرژۍ پر ضد مبارزه کوي. د فوکوشيما تر ناورين وروسته د اټومي انرژۍ موضوع د سياست مهمه موضوع جوړوي.

همدارنګه د آلمان صدراعظمه انګېلا ميرکل هم په بادن اورتنبرګ کي د خپل ګوند ماته د اتوم د سياست سره ارتباط ورکوي. په جاپان کي تر اټومي ناورين وروسته د جرمني حکومت اعلان وکړی چي د اتومي انرژۍ د راتلونکي په اړه دوی درې مياشتي فکرکولو ته اړتيا لري.

« زه غواړم دلته په واضح ډول ووايم چي زموږ دپاره د اټومي انرژۍ څخه سوله ايزه ګټه اخيستنه تر ټولو مهمه ده. د جاپان تر پېښو وروسته د اټومي انرژۍ څخه د ګټي اخيستني په اړه زما په تصور کي هم بدلون راغی.»

دا چي د انتخاباتو دغه نتايج به د حکومت په دننه کي هم تغييرات راولي په دې اړه ميرکل څه ونه ويل.

متيياس/ ګل غوتۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل