1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د سلاو صادرات دوه چنده سوي دي

۱۳۸۸ اسفند ۲۴, دوشنبه

په تيرو پنځه کلونو کي د آلمان د سلاو په صادراتو په تيره بيا اوبتلونه او ټانکونه کي چي په بهر کي ډير شهرت لري ډير والی راغلی...

https://p.dw.com/p/MT0Z
د 2005 ميلادي کاله څخه تر 2009 ميلادي کاله پوري په نړیواله کچه د المان دسلاو په صادراتو کي په سلو کي 11 زیاتوالی لیدل کیږي.
د 2005 ميلادي کاله څخه تر 2009 ميلادي کاله پوري په نړیواله کچه د المان دسلاو په صادراتو کي په سلو کي 11 زیاتوالی لیدل کیږي.انځور: AP

دغه خبر د SIPRI په نامه دسويډن دسولي د څېړونکي انستيتوت په هغه کلني رپوټ کي خپور سوی، چي هر کال په نړۍ کي دسلاو د توليد او صادراتو دودي په هکله خپريږي.

په دغه رپوټ کي ويل سوي،د 2005 ميلادي کال څخه تر 2009 ميلادي کاله پوري د نړۍ د سلاو د خرڅلاو په بازار کي د آلمان په ونډه کي په سلو کي 11 زياتوالی راغلی دی.خو بياهم په دغه سیالي کي د امریکا متحده ایالات او روسیه وړاندي دي.

دstockholm International Peace Research Institut ( SIPRI ) په رپوټ کي ويل سوي دي، په همدغه موده یعني 2005 ميلادي کاله څخه تر 2009 ميلادي کاله پوري د امریکا دمتحده ایالاتو د سلاو په صادراتو کي په سلو30 او او د روسي د سلاو د صادراتو په ونډه کي په سلو 23 زیاتوالی راغلی، چي ددغه ارقامو له مخي په روان وخت کي دسلاو د صادراتو په سيالي کي د امريکا لومړی مقام، روسیه دوهم او آلمان دریم مقام لري .په داسي حال کي، چي له 2000 ميلادي کاله څخه تر 2004 میلادي کاله پوري آلمان شپږم مقام درلود.

د آلمان د سلاو مهم رانيونکي هیوادونه عبارت دي د ترکيې، يونان ، او جنوبي افریقا. له دې امله، چي د آلمان د سلاو صادرات په تيرو پنځو کلونو کي دوه چنده سوي، نو د آلمان د شنو ګوند ددې غوښتنه کوي، چي دسلاو د معاملاتو په پریکړو کي د آلمان اتحادي پارلمان ته د ويتو حق ومنل سي.

دغه خبره د آلمان د شنو د ګوند مشري کلوديا روت د Kölner Stadt Anzeiger په نامه آلمانۍ ژبي ورځپاڼۍ سره د مرکې په ترڅ کي کړې ده.

همداشان دکيڼ لاسو د ګوند د مشر مرستيال یان فن اکن هم د آلمان دسلاو په صادراتوکي دغه زياتوالی ته ګوته نيسي او وايي، چي ددغه ناوړه ودي مخنوی بايد وسي. فن اکن هم دغه خبره دFrankfurter Rundschau په نامه آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي کړې ده.

خو بيا د همدغه ورځپاڼي سره په مرکه کي د آلمان د سوسیال ډیموکراټ دګوند پارلماني غړی راینر آرنولد وايي،چي دا به کومه ډيره بده مساله نه وي، که چيري آلماني تصدۍ خپل توليد سوی سلاو ي د ناټو غړيو هيوادونه ته صادروي.خوکه چيري د ناټو څخه بهر نورو هیوادونه ته سلاوي صادریږي، بايد دغي موضوع ته په انتقادي نظر وکتل سي.

د 2005 ميلادي کاله څخه تر 2009 ميلادي کاله پوري په نړیواله کچه د المان دسلاو په صادراتو کي په سلو کي 11 زیاتوالی لیدل کیږي.

د SIPRI د څېړونکي انستیوت په کلني رپوټ کي،چي د مارچ د میاشتي پر 15 نېټه خپور سوی، ويل کيږي، چي په نړیواله سويه په تيرو پنځو کلونو کي د سلاو په صادراتو کي په سلو کي 22 زياتوالی راغلی دی.

دSIPRI څېړونکي انستیتوت پخپل رپوټ کی په تيره بيا ددې ګواښ کوي، چي د نړۍ په لانجه ځپلو سيموکي، لکه نژدې ختيځ ، شمالي افريقا، جنوبي امريکا او په جنوب او جنوب ختيځي آسيا کي د سلاو د صادراتو دغه نوي سیالۍ به ناوړه عواقب له ځانه سره ولري.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل