1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د نوي دفاع وزير دپاره به دنده اسانه نه وي

۱۳۸۹ اسفند ۱۸, چهارشنبه

د جرمني د دفاع وزارت تر بل هر وزارت ډير مسؤليتونه لري. بوندس وې ۲۳۰۰۰۰ عسکر لري چي ډيری يې په خطرناکو عملياتو کښي خدمت سرته رسوي.

https://p.dw.com/p/R7Wd
د جرمني نوی د دفاع وزير توماس ديميزې
د جرمني نوی د دفاع وزير توماس ديميزېانځور: AP

کله چي جمهوررييس کريستيان ولف نوي مقرر سوي د دفاع وزير توماس دېميزې ته اعتبارليک ورکاوه ، هغه ته په دغو الفاظو سره وويل ،

«پدې وسيله سره ته د ټولو ځواکونو لوي قومندان او د اردو قومنده پلاس کښي لرې . خصوصأ په خارج کښي زموږ د عسکرو خاصه پالنه او په اوسني حالت کښي د آلماني پوځ د اصلاحاتو د عملي کولو وظيفه پر غاړه لرې . »

په اردو کښي د اصلاحاتو راوستل يوه سخته وظيفه ده. آلمانی پوځ مجبوره دی ، بيله عسکري مکلفيت او لږو پيسو سره کار وکي . په همدې منظور بايد د عسکرو تعداد ۱۸۵۰۰۰ کسانو ته راکښته سي ، ډيری قرارګاوي بايد وتړل سي.

د تر اوسه پوري د دفاع وزير کارل-تيودور څو ګوټن بِرګ دغه کار په ډير شدت سره شروع کي ، بيله دې چي لازم امکانات په نظر کښي ونيول سي . د آلماني پوځ د اتحاديې مشر ډګروال اولريش کيرش وايي:

« دا ډير په تلوار او سرعت سره ؤ ، او لکه څنګه چي اوس موږ ته معلوميږي په هغه کښي د ډير تلوار او عجلې څخه کار اخيستل کيدي.»

د مثال په ډول عسکري مکلفيت چي ګوټن بِرګ ډيرژر له منځه يووړی.

اردو خو بلاخره بيا هم مسلکي ځوانانو او نوي نسل ته ضرورت لري او بايد د هغو د راجلبولو دپاره ښه شرايط ولري. څنګه چي د هغه مطابق قانون لا فيصله سوی نه دی، نو آلماني پوځ ته ډير لږ کسان د ورننوتو چانس لري.

په ځينو ځايو کښي همدا اوس لا عسکري قطعات د پرسونل د کمبود سره مخامخ دي.

توماس دېميزې چي د سړې سينې په کار کولو سره مشهوره دی ، بايد اوس ددغه مشکل د حل لاري چاري پيدا کړي.

ده همدغه خبره په لومړۍ ورځ عسکرو ته وکړه ، اوويې ويل چي « دی به دغي موضوع ته دونه وخت ورکړي ، څو نه چي ورته ضرورت وي.» د هغې جملې څخه به دی د تر اوسه په اردو کښي د اصلاحاتو کارونه په اساسي او دقيق ډول وڅېړي.

د بلي خوا د افغانستان وضع ډيره مشکله ده. همدا په فبرورۍ کښي درې آلماني عسکر د يوه افغان عسکر لخوا ووژل سول. د افغانستان څخه د آلماني پوځ د راوتلو پلانونه هم ډاډمن نه دي.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله وويل: « موږ هيله من يو چي د کال په آخره کښي به د افغانستان څخه د آلماني پوځ يوه برخه راوباسو او موږ به د اول وار دپاره په پسرلي کښي ځيني مسؤليتونه افغاني خوا مثلأ ولايتو ته وسپارو.»

پداسي حال کي چي ګوتنبِرګ د امنيتي شرايطو له کبله دا ردوله چي همدا اوس لا د آلماني پوځ د راوتلو مشخصه نيټه وټاکل سي.

ويرکهويزر/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل