1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د ټيم د برياليتوب راز

۱۳۸۹ تیر ۱۴, دوشنبه

په جنوبي افريقا کښي د فټبال نړيواله اتلولي يوې خاصي مرحلې ته رسيدلې ده ، او د گروپي او اولي دورې تر مسابقو وروسته ، چه پکښي په 8 گروپو کښي مجموعأ 32 ټيمو برخه اخيستې وه ، 16 يې يو پراتم فاينل ته راووتل

https://p.dw.com/p/OAb7
انځور: AP/Montage:DW

ددغو ټيمو زيادتره برخه د جنوبي امريکا ،لکه برازيل، پاراگوای، مکسيکو، ارجنټين،چيلي او يوروگوای څخه وه .

ددوی تر منځ د بلي دورې د ميچو په نتيجه کښي چه 8 ټيمونه يې يو پرڅلرم فاينل ته راووتل ، هم يې زيادتره د جنوبي امريکا ،لکه برازيل ، ارجنټين، يوروگوای او پاراگوای ټيمونه وه .

Flash-Galerie Trainer Reaktionen WM 2010 Südafrika
انځور: AP

خو بيا د يو پرڅلرم فاينل د مسابقو په نتيجه کښي چه 4 ټيمونه يې نيمه فاينل ته راووتل ، يوازي نسبتاً ضعيفه ټيم يوروگوای يې نيمه فاينل ته راووتی،او نور درې سره اروپايي ټيمونه دي ،لکه جرمني ، هسپانيه او هالينډ .

اوس به نود راتلونکي سه شنبه او چار شنبه په ورځو جرمني د هسپانيې او يوروگوای د هالينډ سره مخامخ سي . او په آخري دوره کښي به بيا ددواړو پاتو گروپوکاميابه ټيمونه يو د بل سره بازۍ وکي ، تر څو اول او دوهم معلوم سي ، او ددواړو گروپو ناکامه ټيمونه به بيا ددريم مقام دپاره يو د بل سره مسابقه وکي . کم ټيم او هيواد چه اول سي ، هغه به د4 کلو دپاره جهاني قهرمان پاته وي ، او دوهم کاميابه ټيم به يې د مرستيال په حيث پاته سي .

Klose auf Pressekonferenz
انځور: AP

د 2006 کال د فټبال په نړيوالي اتلولۍ کښي چه په جرمني کښي تر سره سوې وه، جهاني قهرمان ايټاليا او معاون يې فرانسې حتی ونسوای کولای ،د اولي ،گروپي دورې د مسابقو څخه يو پراتم فاينل ته راووزي ، او بايد کور ته تللي وای .

په جنوبي افريقا کښي د فټبال د نړيوالي اتلولۍ په جريان کښي بله مهمه پيښه د جرمني په مقابل کي د انگلستان شکست ؤ ،چه يو سابقه داره او د ډيري تجربې خاوند ټيم ؤ ، ليکن د جرمني په مقابل کي د 4 پر1 سره يې ماته وخوړه . او د ا هم په داسي حال کښي چه جرمني پر نسبتأ ضعيفه ټيم صربستان باندي مسابقه بايللې وه ، او د خپل پاته کيدو دپاره يې مبارزه کوله .

Fußball WM 2010 England Deutschland Flash-Galerie
انځور: AP

ليکن دا د جرمني د ټيم يوازنی کاميابي نه وه : د شنبې په ورځ يې دوه واري جهاني قهرمان ارجنټين ته هم 4 پر صفر سره ماته ورکړه ، او داسي يو کار يې وکی ، چه نه يوازي جرمنيان او جهانيان ، بلکه پخپله ارجنټينيان هم ورته حيران پاته وه ، او دويلو دپاره يې کلمات نه درلودل .

د جرمني د ټيم د کاميابۍ راز په دې کښي دی ، چه دوی دسته جمعي بازي کوي ،او د انفرادي او ځان ځاني بازۍ څخه صرف نطر کوي ، کوښښ کوي چه يو بل ته د ښو پاسو د ورکولو د لاري په گډه سره گول ولگوي . د بلي خوا يې د ټيم زيادتره غړي ځوانان دي .

Fußball WM 2010 England Deutschland
انځور: AP

د جرمني د فټبال د ټيم يو بل خصلت دادی ، چه په هغه کښي تقريبأ د ټولو ملتو او هيوادو فټبالران بازي کوي : مشهوره فارورډان لوکاس پودولسکي او ميروسلاف کلوزه يې پولينډيان دي ، دوه نور فارورډان کاکاو يې برازيلی او بوآتينگ يې گانايي دی ،د سنټر آف دوه مشهوره کسان قيديرا يې تونسی او مِسعود اُوڅيل يې ترکی دی . پدې خاطر نو په دغه ټيم کښي د راسيزم او نژاد پرستی دپاره ځای نسته . او څنگه چه اوس اکثريت جرمنيان ، که نارينه دي يا ښځي ، د فټبال سره علاقه لري ، او هغه گوري ، نو داسي يو څو مليتي ټيم پر دوی باندي هم مثبته اغيزه کوي ، او د نشنليزم روحيه پکښي ضعيفه کيږي . د بلی خوا خارجيان او مهاجرين هم په ښه ډول سره په ټولنه کښي ورگډيږي او مدغميږي .

Fußball WM 2010 England Deutschland Flash-Galerie
انځور: AP

د معمول سره سم په ټولو هيوادو کښي ،چه ټيم يې په جهاني مسابقو کښي برخه اخلی ، او مسابقه وگټي ، نو يې ځوانان دباندي کوڅو او بازارو ته راوزي ، ميلې او خوشالۍ کوي .

د ارجنټين څخه د ميچ د فټبال د مسابقې د گټلو په مناسبت د جرمني يوه مشهوره سندرغاړي په همهغه شپه ارجنټين او د هغه د ټيم ټرينر مارادونا ته يوه بدله وويل ، چه اصلأ د مادونا د هغه بدلي پر وزن باندي جوړه سوې ده ، چه په يوه فلم کښي يې ارجنټين ته وويلې وه . په اوسني بدله کښي خصوصأ مارادونا ته ويل سوي دي ، چه خير دی مه ژاړه ، نوراځی چه لږ يې درسره واورو ،

تر سه شنبه پوري چه په جنوبي افريقا کښي دنيمه فاينل مسابقې شروع کيږي ، او موږ به بيا هم په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو،تر هغه وخته پوري به په جنوبي افريقا کښي د فټبال دبرکته د بيکاری د راکميدو ، اود فټبال په اړه نور معلومات هم درکو .

نيسټلر /محمد قاسم نوري

کتونکي : فضلي