1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د پارلماني ټاکنو په اړه د کليساو دريځ

۱۳۸۸ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

د پروتستانتي کليسا دجرګي مشر ولفګنګ هوبر ته مهمه داده چي د المان په پارلماني ټاکنوکي ډير خلک برخه واخلي...

https://p.dw.com/p/JmEy
پروتستانتي کليسا دجرګي مشر ولفګنګ هوبر
پروتستانتي کليسا دجرګي مشر ولفګنګ هوبرانځور: picture-alliance/ dpa

د راتلونکي يک شنبې په ورځ د آلمان په اتحادي جمهوريت کي عمومي پارلماني ټاکني کيږي. په دغه ټاکنو کي د 27 ګوندونو څخه له درې نيمو زرو څخه زياتو کسانو و 598 چوکيو ته ځانونه کانديدکړي دي.

د پرو تستانتي کليسا د جرګې د مشر په نظر په ټاکنو کي برخه اخيستل دديموکراسۍ ډير مهم جزء دي. دي وايي:

زه داپه ټينګه سره وايم ، ځکه چي له ټولوهغوکسانوسره چي سږ کال ورته پريکړه کول سخت دي خواخوږي لرم. ولي چي دوي ویني چي ډيري ګوندونه دخپل پروګرام له مخي اوس دپخواکلونوپه شان له يوبل سره ډير توپير نلري. اويا داچي ديوو ګوند دپروګرام له يوي برخي سره موافق دي اوبله برخه يي ردوي. خوسره له هغه هم پريکړي کولوته مجبوره دي اويو ګوند بايد وټاکي . دالمان دحکومت په ناست ځي کي برنهارد فلمبرګ دپروتستانتي کليسا استازي دي، دي عقيده لري چي الماني ټاکونکي دګوندونو په نظام کي دبدلون له راتلو سره ځانونه مخامخ ويني، اوله ۵ ګوندونو سره بايد روغ شي . فلمبرګ زياتوي . مونږ بايده دي پدي عادت وکړو چي دګوندونوپه نظام کي ډير توپيرونه راغلي دي . نوچي ۵ګوندونه شته مونږ بايد لدينه هم ډار ونلرو چي، اتلافونه جوړ شي چي، دکارتوان ولري اوهرګوند ځانته سم اورښتياني اتلافي ملګري مينده کړي . دا دهغو کسانولپاره چي بايد په ګوندونوباندي دهغو له بيلو بيلو رنګونو سره ځانونه متمرکزکړي، ډيره سخته ننګونه ده .اودا داسي رنګونه وټاکي چي په پاي کي ښه اوښايسته رنګ تري راوزي .

دبرنهارد فلمبرګ په نظر وروسته له ټاکنو څخه دډيرو رنګونوديوځاي کيدوڅخه داتلاف منځته راتلل ممکن دي. يوازي دمسيحي ديموکرات يعني تور او دکيڼ ګوند يعني تيز سره ترمنځ داتلاف کيدل امکان نلري دپروتستانتۍپه ساحه کي داتلاف دجوړيدو محک يوازي دالبه په شمال کي ايالتي کليسا راويستلي ده دا دسولي په عمومي تامين باندي متمرکزه ده . دټاکنوپه محک کي دمرکزي پارلمان لپاره له ۲۰ کانديدانوڅخه په ملکي لانجوباندي دکار، په پوځي مداخلو ، دعسکري مکلفيت، اودوسلو دصادراتو په هکله پوښتنه کيږي .

برليني اسقف هوبر وايي چي اقتصادي اومالي بحران دټاکنوکلي يي اومهمه موضوع ده . نو بايد پروتستانتاني اوپروتستانتان پريکړه وکړي چي دکوم اقتصادي اوټولنيز سياست غوښتونکي دي .هوبر زياتوي :

مونږ دالمان دپروتستانتي کليسا په حيث په ډيرو ټينګتو سره وايو چي اوس ددي وخت رارسيدلي دي چي مونږ داقتصاد اود سياست ترمنځ اړيکوباندي په هکله خپلي پوهي باندي داهم ورزياته کړو چي مونږ نه يوازي يو ټولنيز سياست بلکه يو دوامداره دآذاد بازار اقتصاد غواړو . اوداحتي دټاکنو محک هم کيداي شي . اوداخبره هم ښکاره ده چي سړي ديوومسيحي په حيث افراطي ګوندونه نه ټاکي بلکه ديموکرات ګوندونه ټاکي . خودکيڼ ګوندته په اشاري سره هوبرتقاضاکوي چي :

ددي انتظارکيږي چي يو ګوند چي دسوسياليستي يو والي دګوند پرځاي منځته راغلي دي دخپل تاريخ په هکله ښکاره اوانتقادي دريز ونيسي، پدي هکله هم دريز غوره کړي چي دډيموکراتيک المان په وخت کي يي مسيحيان تعقيبول.

Hollenbach, Michael/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل