1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د پروتستانتو د کليساو اکاډمي:طالبان څوک دي؟

۱۳۸۹ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د همدې پوښتني په هکله د اونۍ په پای کي د آلمان د راين لند د مسيحي پروتستانتو د کليساو په اکاډمۍ کي يو شمېر کار پوهانو خبري او جرو بحثونه کړي دي...

https://p.dw.com/p/MhYs
په ميوند کي د طالبانو يوه ډله
په ميوند کي د طالبانو يوه ډلهانځور: picture-alliance/dpa

په داسي یو وخت کي، چي د افغان ولسمشر حامد کرزی هڅه کوي تر څو د طالبانو سره د سولي د خبر و دپاره لاره هوار کړي، د امريکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د المان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د اونۍ په پای کي کابل ته تللي ول، تر څو، د افغانستان روان حالات له نژدې څخه وګوري.

که څه هم امريکايان هم دا وايي، چي د طالبانو سره دخبرو نه پرته بله معقوله لاره نسته او په مجموعي توګه لويديځ هیوادونه له دې څخه پلوي کوي، چي دافغانستان په لانجه کي افغاني ښکيلي خواوي بايد سره وږغيږي اوبايد سره پخلا سي، خو له بله پلوه دوی دا نه غواړي، چي کرزی په دې کار کي په اصطلا آزاد لاس ولري. دلته اوس داسي پوښتنه پيدا کیږي، چي آيا سړی کولای سي، چي دطالبانو سره دسولي په هکله خبري اتري وکړي؟

د همدې پوښتني په هکله داونۍ په پای کي د آلمان د راين لند د مسيحي پروتستانتو دکليسا و په اکاډمي کي يو شمېر کار پوهانو خبري او جرو بحثونه کړي دي.

د دويچي ويلي المان ږغ راډیو خبريال مارتين ګرنر ددې خبرو اترو په هکله ليکي، چي

طالبان څوک دي؟

د راين لند د پروتستانتو دکليساو په غونډه کي اساسي پو ښتنه همداو ه. په افغانستان کي که پوځيان دي يا استخباراتي څانګي له ډير وخت راهيسی دې پوښتني ته ديوه سم ځواب د پيداکولو په لټه کي دي، چي ولي ځيني کسان دمسلح مقاومت سره يو ځای سوي او په اصطلا دطالب کيدلو دپديدې سره سړی څنګه برخورد وکړي.

د افغانستان په شمال کي، چيري چي آلماني عسکر پراته دي هم دغه پديده سته دبن په پوهنتون کي د اسلامي علومو کارپوه Florian Broschk څو واري افغانستان ته سفرونه کړي دي، چي کندوز او فيض آباد ته هم تللی دی وايي.‎:

«اساسي پرابلم دادی، چي په اصطلا دطالب کيدلو څو پړاوه يا مرحلې سته دي. او وروستی پړاو يې همدا دی، چي اوس پر موږ ډزي کیږي، په دې مانا، چي اوس موږ بايد يو چيري ولاړ سو، چي هغوی له موږ سره خبري وکړي وروسته چي خبره دنښتو پړاو ته ورسیږي نو دخبرو ټولي موزې په اصطلا شليږي، او طالبان په خلکو کي دومره ورګډیږي، چي نور څوک موږ ته ددوی په هکله معلومات هم نه راکوی. دا ځکه، چي خلک په دې ښه پوهیږي، چي موږ تلونکي یو خو طالبان دلته پاتيږي.»

پخوا ددې وضع دپاره يوه اصطلا وه، چي دخلکو دخلو د تړلو پر سر جګړه بلل کيده.

که موږ هر څومره نوي تخنيکي وسايل او امکانات هم ولرو، نو موږ به له دغه وسايلو څخه تر يوه حده پوري ګټه واخيستلای سو، تر څو چي موږ په دې پوه نسو، چي طالبان څنګه په ټولنه کي راجذبیږي او دوی څنګه له ټولني څخه پلويان را جذبوي.

خو په اصطلا « تر تهديد لاندي ولسونو د ټولني » غړي Anders Tillmann Schmalzried وايي چی د افغانستان په شمال کي د آلماني عسکرو دپاره لوی خطر طالبان نه بلکي جګړه سالاران بلل کيدای سي.

« دپښتنو قومي مشران به د طالبانو خواته ولاړ سي، ځکه هغوی ویني، چي بهرنیان له دوی څخه ملاتړ نه کوي، که څوک هيڅ نه کوي، او له حقايقو څخه سترګي پټوي او ویني، چي بشري بنیادي حقونه تر پښو لاندي کیږي بیا هم هيڅ نه کوي، نو دا به طبعي خبره وي، چي ولس به دهغه کسانو خوا ونيسي، چي هغوی ورسره مرسته کوي دا مرسته له هغوي سره څوک کوي، دا طالبان دي، چی له دوي سره مرسته کوي.»

د تر تهديد لاندي ولسونو د ټولني مشر دافغانستان په شمال کي د قومي شخړو او سياسي وزنو په هکله څېړني کړي دي او دې نتیجې ته رسيږي، چي سياسي مسولین او پوځيان په دغه سیمه کي له ډیرو حقایقو څخه سترګي پټي کړي دي او له همدې امله روانه وضع رامنځ ته سوې.

« که چيري موږ ددې لپاره کار وکړو، چي دلته دي توپک سالاران ثبات پيدا کړي، نو موږ بايد دلته په دایمي ډول سره پاته سو تر څو، چي ددغه په اصطلا ثبات ساتنه وکړو.»

اوس دHuman Terrian System په نامه دیوې نوي پوځي ستراتيژي څخه خبري کیږي، چي وايي موږ بايد داسي مطالعات اوعلمي څېړني وکړو، چي د امکان تر حده پوري د بیګنا انسانانو د وژلو مخنوی وسي. خو داهم یو نظردی، چي عملي کول به يي آسانه خبره نه وي.

Gerner, Martin/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل