1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني سمندري ځواکونو د اتلانتا په نامه ماموريت پيل کړی

۱۳۸۷ دی ۳, سه‌شنبه

د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونګ پرون په جيپوتي کښي ددغه هيواد دبحري ځواکونو څخه ليدنه چي نن دغه ځواکونو د اتلانتا په نامه ماموريت پيل کړی

https://p.dw.com/p/GM2w
د جرمني د دفاع وزير فرانس جوزيف يونګ په جيپوتي کي د سمندري ځواکونو د ليدني پرمهال
د جرمني د دفاع وزير فرانس جوزيف يونګ په جيپوتي کي د سمندري ځواکونو د ليدني پرمهالانځور: AP

ددغه سفر پر وخت ډيري پوښتني لاينحلي پاته دي . ددغه ماموريت د شروع کيدو په مناسبت د آلماني پوځ د اتحاديې مشر اولريش کيرش وويل «کله چي سړي د بحري غلو مسلح توب وويني ،چي په مډرنو وسلو مجهز دي او ډيري چټکي کښتياني لري ،نو بيا سړی ويلای سي ،چي دا يو خطرناکه ماموريت دی،او کيدای سي هغه په نظامي عملياتو واوړي.»

د بحري ځواکونو دغه ماموريت د صلاحيته ډک يو ماموريت دی،چي د هغه جزييات د دفاع د وزارت لخوا پټ ساتل سوي دي. په دغه عملياتو کي په خاصو حالاتو کي د زور استعمال ته اجازه ورکول سوې ده،ليکن اصلي هدف د بحري غلو نيول نه،بلکي د هغو بيرول دي. خوکه حالت خراب سي، نو د بحري غلو د کښتيانو د ډوبولو او نيول سوو کښتيانود خلاصولو اجازه سته. د دفاع وزير فرانس يوزف يونګ وويل:« هدف دادی چي د حملو په مقابل کي دفاع وسي،او په دغسي حالاتو کي زموږ بحري ځواکونه مجهز دي. موږ په خپلو جنګي بيړيو کي په دغه ساحه کي روزل سوي عسکر او ځانګړي ټولګۍ لرو.»

د جرمني دبحري قواوو اصلي وظيفه داده چي د لوږي سره د مبارزې د جهاني سازمان د کښتيانو او په ځينو خاصو حالاتوکي دتجارتي کښتيانو ساتنه وسي، تر څو هغوي تګ راتګ وکولای سي. ددغه ماموريت مخالفين وايي چي د اتلانتا په نامه دغه ماموريت د هغه په شپږوجنګي کښتياني او درو اکتشافي الوتکو سره بيله هغه هم يو سمبوليک شکل لري، او څه نسي کولاي.

د سوماليا په سواحلو کي د سمندري غلو په وړاندي د جرمني د سمندري ځواکونو جنګي کښتۍ
د سوماليا په سواحلو کي د سمندري غلو په وړاندي د جرمني د سمندري ځواکونو جنګي کښتۍانځور: AP

د جرمني ددفاع دوزارت د احصايې پراساس ددې دپاره چي د سوماليا او دهغه د همسايه هيوادو دسواحلو دفاع سوې وي،نو تقريباً 500 جنګي کښتيانو ته ضرورت سته.

خو د جرمني د مرکزي پارلمان د دفاعي چارو مسؤل راين هارډ روبه، لږ تر لږه د اتلانتا د ماموريت پر رواني کاميابۍ باندي عقيده لري. دی وايي:«يوازي دا هم کفايت کوي چي بحري غله وويني چي هلته جنګي بيړۍ سته،او کيدای سي دهغوی د مقابلې سره مخامخ سي.»

هغه خبره چي لاينحله پاته ده،داده چي د نيول سوو بحري غلوسره به څه کيږي. د جرمني حکومت غواړي يوازي په هغه صورت کي دغه غله محاکمه کي،چي که ددوی کښتيانواواتباعوته پکښي تاوان رسيدلی وي. د جرمني حکومت کوښښ کوي چي د هغه دپاره يوه بين امللي دحل لار پيداسي. خارجه وزير فرانک والټر شټاين ماير وويل چي:« اروپايي ټولنه په اوس وخت کي ددريم هيواد سره د يوه تړون لاسليکول آزمايي، چي دې ته تيار وي، د بحري غلو محاکمه په خپل هيوادکښي تر سره کړي.»

د ملګرو ملتو دپريکړه ليک پر اساس په دغه ماموريت کښي د بحري غلو سره د مقابلې په خاطر وچي ته ورننوتل اجازه نسته،چي کيدای سي په راتلونکي کښي هغه ته هم اجازه وزکول سي. د 15 کالو راهيسي نړيواله ټولنه بېله دې چي يو څه وکي، د سوماليا خرابيدو او انارشۍ ته ګوري او هغه څاري.