د جرمني عجيب برېتور په لنډيو او انځورونو کي
دغه کسان وايي چي ږيره او بريتونه د نارينه ؤ ښايست او سينګار دی. د جرمني تر ټولو ښايسته او عجيب بريتونه او ږيري لرونکي په باډن ويورټمبېرګ ايالت کي راغونډ سوي چي ژيوري يې له منځه تر ټولو غوره ږيرور او برېتور انتخاب کړي.
په سپينه ږيره ليونی شوې ـ په تورپېکي مې لاس وهې خندا راځينه
په جرمني کي هر کال د برېتورو او ږيرورو يوه سيالي تر سره کيږي. په دغه سيالي کي د ږيرو او برېتونو بېلابېل عجيب او غريب اشکال نندارې ته وړاندي کيږي. يوه مؤظفه ژيوري بيا له دغو برېتورو او ږيرورو څخه د يو کال له پاره يو تر ټولو ښکلي برېتونه يا ږيره لرونکي انتخابوي.
په دغه سيالي کي برخه اخيستونکي وايي چي د خپلو برېتو او ږيرو سره زياته مينه لري او دا چي د ساتلو له پاره يې هره ورځ څو ساعته وخت راباسي. بعضي دغه کسان حتی خپل خوراک داسي انتخبابوي چي برېتو او ږيرو ته يې ګټه ورسوي. بعضي يې بيا بېلا بېل غوړي او تېل پر خپلو بريتونو موږي.
په دغه سيالي کي د بريتو بېل اشکال لکه «د دالي سټايل»، «چينايي سټايل» او داسي نور ډول بريتونه لرونکي خپل د مخ ورېښتان نندارې ته وړاندي کوي. په دغه انځور کي د «چينايي سټايل» برېتور د خپلو برېتو ښکلا ژيوري ته ښيي.
يوه روپۍ دې راته مه شه ـ په غر کنډو راته ولاړ يې شيخ بريتونه
بريتونه تاو کړه خوله مي واخله ـ په ناتاو کړو بريتو خوله نه درکومه
غاښ دې کنډو ږيره دې سپينه ـ په يارانه پسې ملنگ گرځې مينه
ستا د ديدن په تمه تمه ـ په توره ږيره کې مې سپين ولگېدنه