1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني لومړي وزارت ته د کانديدانو تر منځ تلويزيوني مناظره

۱۳۸۸ شهریور ۲۳, دوشنبه

دامناظره يا دويل چي ټولو يي انتظار ويسته لکه ددوکسو ترمنځ دبحث په شان وو. لمړۍ وزيري مرکل او دلمړي وزارت مرستيال شتاين ماير دخپل څلور کلن ګډ کار ستاينه وکړه...

https://p.dw.com/p/Jeb1
اوسنۍ لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
اوسنۍ لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: picture-alliance/ dpa

په لمړي سرکي بايد وويل شي چي دي ستر اتلاف دما ترلارښوني لاندي په رښتيا سره ښه کار کړيدي . شتاين ماير څرګنده کړه چي : مونږ يعني ميرمن مرکل اوما ډيرښه ګډکار سره وکاوو،اومونږخپلوډيرو موخوته رسيدلي يو . نو دي همغږۍ چي په لمړي سرکي موجوده وه دټولو ۹۰ دقيقه ايزو خبرو لهجه وټاکله . داډيري مودبانه اوپه مسايلوپوري مربوطي خبري وي . هغه چا چي انتظار درلوده چي بالاخره به دټاکنوپه تراوسه آرامه مبارزه کي بالخره يو بل ته سختي خبري وشي.غوليدلي وو.

شتاين ماير په تيره بيا په المان کي دزيادتره ټولنيز عدالت او په ټول دغه هيواد کي دحداقل مزد دټاکل کيدو لپاره دخپلو کوششونو په هکله خبري کولي . دلمړي وزارت مقامته دسوسیال ديمو کرات دګوند کانديد شتاين ماير ويلي چي پدي هيوادکي يو مليون کارکونکي يوازي له دولت څخه د اضافي مرستو دلاسته راوړلو له لاري ژوند کولاي شي. او دد ه په نظر داحالت ډير دوام نشي کولاي .شتاين ماير ويلي :

زه وايم چي مونږ بايده دي مزد په داسي اندازه وساتوچي حداقل ژوند پري وشي. پرته له هغه به دا دکار کرامت ته توهين اوسپکاوي وي . هغه څوک چي درسته ورځ کار کوي بايده دي دخپل کار له مزد څخه ژوند هم وکولاي شي . دمسیحي ديموکرات دګوند مشري اولمړۍ وزيري مرکل داقتصادي بحران سره دمبارزي لپاره دخپلو تدابيرو يادونه، او په راتلونکي کي داذاد ديموکرات له ګوند سره دګډ حکومت دکولو لپاره اشتهار وکړ.داذاد ديموکرات ګوند فعلا په پارلمان کي له ټولو څخه ستر دحکومت مخالف ګوند دي . ميرکل ويلي :

زه ديوو بل اتلاف دمنځته راوړلو په هڅه کي يم دمسيحي ديموکرات اودمسيحي سوسيالو ګوندونو اتلاف داذاد ديموکرات له ګوند سره . دما په نظر به دراتلونکي پارلماني دوري زړي دکاردځايونو منځته راوړل وي، ترڅو چي مونږ لدي اقتصادي ناوړه وضعي څخه راووتلاي شو اوبيا مواقتصاد وده وکړي. دي هدف ته داذاد ديموکرات له ګوند سره ددي لپاره چي مونږ په ډيرومواردو کي سره همغږي يو بهتره رسيداي شو.

مرکل اوشتاين ماير هري پوښتني ته دځواب لپاره هرځلي يونيمه دقيقي وخت درلود اوددوي د ټولو خبرووخت هم اندازه کيده.داسي چي دواړو دخبرو لپاره برابر وخت درلوده .څلورو کسو ژورناليستانودخپلو پوښتنو له لاري دخبرو اترو ساحي ټاکلي خو ددوي پوښتني زيادتره داقتصاد اودټولنيزو چارو په ساحو باندي وي . دامناظره هغه وخت تلوسناکه کيده چي ددواړو کانديدانو ترمنځ مخالفت څرګنديده، دمثال په ډول داتمي انرژۍ په موضوع باندي . مرکل له اتمي انرزۍ څخه داستفادي په پلو اوشتاين مایر له هغه سره مخالف دي . خو په مجموعي ډول دوي دواړودخبرواودلايلو له لاري ښي نومري ترلاسه کړي .

دتلويزيون دکتونکو په نظر دي تلويزيوني مناظري کي هيڅ يو کانديد په بل باندي بريالي نوو.خو سره له هغه يي هم شتاين ماير ته بهتره نومري ورکولي . اوالبته داهم دتعجب ځاي ندي چي دمناظره کونکو خپلو ګوندونو، دخپل کانديد برياليتب زيادتره ليده . دمسيحي ديموکرات دګوندعمومي منشي رونالد پوفلا اودسوسيال ديموکرات دګوند مشر مونته فيرينګ لدي تلويزيوني مناظري څخه وروسته څرګندوني وکړي پوفلاويلي:

دما په نظر لمړۍ وزيري مرکنن دلمړي وزارت له بل کانديدنه ښکاره فاصله ساتلي وه . اومونته فيرينګ څرګندوله:

زه فکر کوم چي تراوسه دلمړي وزارت دکانديدانو ترمنځ هيڅکله داسي مناظره نوه شوي چي، ددواړو له جملي څخه یوداسيوړاندي وي.پدي کي هيڅ شک اوپوښتنه نشته چي ددی شپي بريالي سړي شتاين مايروو.

خو مخالف ګوندونه خپه وو يو دديلپاره چي ددوي کانديدانو پدي مناظره کي برخه نشواي اخيستي له بلي خوا ددي لپاره چي دکورنيو دزده کړي او داقليم دژغورني دسياست په موضوع ګانوباندي خبري ونشوي .دشنودګوندعمومي اداري مشري شتيفي لمکه ويلي :

دا دبي معني موضوعګانو په هکله ډيري خبري اوځوږ وو ممکن په دوو ټکو کي ددوي ترمنځ مخالفت څرګند شوي وي پرته له هغه دا دموافقو نظرونو يوه ګډوډي وه . او ددواړو خواوو ارده بيا په يوو ستراتلاف کي دکارکولو لپاره تري څرګنديده .

Werkhäuser, Nina/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل