1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني نوې کابينه به د نوامبر تر 9 د پارلمان څخه تيره سي

۱۳۸۸ آبان ۴, دوشنبه

د جرمني صدراعظمه د خوشالۍ دپاره ډير دلايل لري ، ځکه چه دا دسوسيال دموکراټانوسره نه ، بلکه د آزادو دموکراټانو سره اييتلافي حکومت جوړوي

https://p.dw.com/p/KFL0
انځور: AP

انګيلا ميرکل به د نوامبر تر 9مي پوري په پارلمان کښي ددوهم دپاره د صدراعظمي په حيث انتخاب سي . د مسيحي دموکراټانو دګونددغه 55 کلنه مشره به دا پلا د سوسيال دموکراټانو د ګوندسره اييتلافي حکومت جوړ نکي، بلکه د خپلي خوښي د ګوند ، آزادو دموکراټانو سره به يې جوړ کي .

خارجه وزير او د صدارت مرستيال ګويده ويسترويله خپل هدف ته د رسيدو په حال کښي دی . د آزادو دموکراټانو د ګونددغه 47کلن مشر د خپل ګوند دپاره د پارلماني انتخاباتو تر ټولو ښه نتايج ، يعني 14,7 فيصده رايي وګټلې . څو مياشتي مخکي لا ډيريو ده ته ددايمي مخالف مشر په حيث کتل ،اوويل يې چه هيڅ وخت به دی په حکومت کښي برخه وانخلي ، خو اوس دی خارجه وزير دی .

د تر اوسه پوري داخله وزير ولفنګ شويبله به ډيره سخته وظيفه واخلي ، يعني د ماليې وزير به سي . د ماليې د وزير په حيث بايد دی په مليارډو دولتي قرضې ادأ کي . او يوازنی سړی هم شويبله دی ،چه دغه کار کولای سي . د مسيحي دموکراټ دګوند دغه سياستمدار دجرمني د بيرته يووالي په تړون کښي کار کړی دی ، د 30 کلو راهيسي د جرمني د پارلمان غړی دی ، او د جرمني په سياست کښي تقريبأ هيڅ داسي يوه مهمه خبره نه وه ،چه دی پکښي حاضر نه ؤ .

د کورنيو چارو وزير به توماس ديميزې سي ، چه د صدراعظمي انګيلا ميرکل ډير معتمد سړی دی . دوی دواړه د جرمني تر بيرته يووالي ښه سره پيژني ، او د 2005کال تر پارلماني انتخاباتو وروسته بيا تر اوسه پوري ددولت د چارو وزير ؤ .

د عدليې وزير به زابينه لوتيزر شنارن بِرګر سي . د بايرن د ايالت د آزادو دموکراټانو دګونددغه مشره 17 کاله دمخه هم د صدراعظم هلموت کول په وخت کښي د عدليې وزيره وه ، او په خپل کار کښي وارده ده .

د ويسترويله په رقم راينر برودرله هم پسله ډيره وخته خپل د خوښي وزارت ته رسيږي . د آزادو دموکراټانو دګوند دغه مرستيال به بلاخره د اقتصاد د وزير په حيث تعين سي .

د کار او اجتماعي چارو د وزير په حيث به د جرمني په کابينه کښي د تر اوسه پوري د دفاع وزير فرانس يوزف يونګ مقرر سي . د مسيحي دموکراټ دګوندپر دغه سياستمدار باندي هميشه تور لګول کيږي ،چه د افغانستان د حساسو شرايطو په مقابل کي يې ډير ژر عکس العمل ندی ښوولی .

په کابينه کښي د تر اوسه پوري د اقتصادوزير تيودور څو ګوټنبيرګ به د دفاع د نوي وزير په حيث انتخاب سي . ډيری لا همدا اوس ده ته ددوهم خارجه وزير په حيث ګوري ،ځکه چه په انګليسي رواني خبري کوي ، هغه څه چه يې ويسترويله نسي کولای .

د چاپيريال ساتني د وزير په حيث به د عيسوي دموکراټانو د پارلماني چارو مشر نوربرت روټګن مقرر سي ، چه په وروستيو وختوکښي يې د خپل حزب په ګټه ډير فعاليتونه کړي دي .

د جرمني په نوې کابينه کښي به همدارنګه ځيني نوري چهرې ، لکه د فاميلي چارو وزيره اورزو لا وان ډِر لِيان ، د روغتيا وزير فليپ روزلر ، د ترانسپورټ وزيره اننيټا شاوان ، د پرمختيايي چارو وزير ډيرک نيبل ، د زراعت وزير اِلزه آيګنر او ددولت وزير رونالد پوفاله هم تعين سي .

مانفريد ګويتڅکه/

کتونکی : محمد قاسم نوري