1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني يو ايالت د افغان مهاجرو اخراج وځنډاوه

۱۳۹۵ بهمن ۲۷, چهارشنبه

د جرمني شلسويگ هولشټاين ايالت د افغان مهاجرو د اخراج پروسه وځنډوله. دا په داسي حال کي ده چي د دغه هيواد مرکزي حکومت بيا د نه منل سوو مهاجرو د اخراج پروسې پر چټکوالي باندي بحثونه کړي.

https://p.dw.com/p/2XZuJ
Deutschland - Proteste in Köln und Düsseldorf gegen die Deportation nach Afghanistan
انځور: E. Hadid

تيره اوونۍ د جرمني صدراعظمي د ۱۶ ايالتونو له لومړي وزيرانو سره په غونډه کي په دغه هيواد کي د نه منل سوو مهاجرو د اخراج پروسې پر چټکوالي باندي بحث لاره. خو د سه شنبې په ورځ د شلسويگ هولشټاين ايالت چارواکو اعلان وکړ چي د «بشردوستانه» دليل له مخي افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج پروسې د ځنډولو پريکړه ئې کړې ده.

د ياد ایالت د کورنيو چارو وزير شتيفن شتوت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د «افغانستان اوسني نا معلوم امنيتي وضعيت ته په کتو سره» د دغه ايالت حکومت و پتېيله چي افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج وځنډوي، ځکه په خبره ئې دوی ډاډه نه دي چي د دغو اخراجېدونکو وگړو امنيت دي هلته خوندي وي.

هغه د دغه ايالت په مرکز کيل کي وويل: «د اخراج بندېدو دليل بشردوستي وړاندي سوی.» هغه ويلي دي چي د افغان مهاجرو د اخراج بنديدل د روان کال د می مياشتي تر ۱۳نېټې پوري اعتبار لري.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي شاوخوا ۱۲۵۰۰ افغان مهاجر چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې او بيرته بايد خپل هيواد ته ولېږل سي، ژوند کوي. له دې جملې څخه ئې ۷۰۰ کسان په شلسويگ هولشټاين ايالت کي دي.

د شلسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير شتيفن شتوت په وارو ورا پر دې ټينگار کړی وو، چي له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج په پروسه کي به ئې حکومت ونډه وا نه خلي.

شتوت، د ملگرو ملتونو د گډوالو چارو ادارې هغه راپور ته اشاره کړې ده چي د تيرکال مېلادي کال په ډسمبر مياشت کي خپور سو. په دغه راپور کي راغلي ول چي «افغانستان په يوه وسله واله کورنۍ جگړه کي ښکېل دئ.» هغه ويلي دي چي په افغانستان کي داسي سيمه نه سته چي له امنيتي پوله دي خوندي وي.

هغه دغه راز په کابل کي پر ستري محکمې باندي د تيري اونۍ وروستي بريد ته هم اشاره کړې ده.

د دغه ايالت د پريکړي له مخي دوی يوازي د هغو رد سوو افغان مهاجرو د اخراج پروسه ځنډولې ده چي جرم نه ولري. خو هغه کسان چي جرمونه ئې کړي وي يا کورني امنيت ته خطر وي په هرحال به د جرمني د کورنيو چارو وزارت د پريکړي له مخي اخراج سي.

له جرمني څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو لړۍ د تيرکال په دسمبر مياشت کي د يوې ۳۴ کسيزي ډلي په اخراج سره پيل سوه.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير هغه مهال وويل چي د لېږل سوو مهاجرو يو پر دريمه برخه يې داسي کسان ول چي جرمونه ئې کړي ول.

افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج موضوع ځکه ډېر بحثونه راپورته کړي دي چي په دغه هیواد کي د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده. خو د جرمني چارواکي وايي چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي امنيت پکښې ډاډمن دئ.

نور مطالب له اشريف څخه: