1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پارلمان د وسولو د خرڅلاو په اړه معلومات غواړي

۱۳۹۰ شهریور ۲۴, پنجشنبه

آلمان د وسلو په صادرولو کي د نړۍ يو تر ټولو لوی هيواد شميرل کيږي. ددغه تجارت په اړه د جرمني پارلمان دونه نه خبريږي. خو په نورو هيوادونو کي په دي هکله خبر ورکول کيږي. اوس په جرمني کي اپوزيسيون په دې هکله معلومات غواړي.

https://p.dw.com/p/12ZSA
انځور: dapd

سير جان ستينلي طبعاً په دي خبره پوه دی، چي د بريتانيا حکومت په دا وروستيو وختونو کي د وسلو کومو معاملو ته اجازه ورکړې ده. دی د بريتانيا دپارلمان غړی دی.

 

ستينلي دآلمان په پارلمان کي وويل، چي د کال په هره ربعه کي موږ د حکومت څخه يو راپور تر لاسه کوو، چي هغه بيا موږ لولو او د هغه په اړه انتقادي پوښتني کوو.

 

جان ستينلي د لندن په پارلمان کي د هغي کميټي مشري پرغاړه لري، چي د وسلو تجارت تر څيړني لاندي نيسي.

 

دی زياتوي، چي په دغو پلټنو کي تل شفافيت موجود وي. خو د آلمان د پارلمان غړو ته لا تر اوسه  د ۲۰۱۰ کال رپوټ نه دی استول سوی.

 

د شفافيت په برخه کي هم جرمني ډير شاته پاته دی.

 

د آلمان په مقايسه د برتانيې د پارلمان غړي يو د بل سره ډيرنژدې دي. سير جان ستينلي  وايي چي د برتانيې حکومت د عربي پسرلي راهيسي د وسلو د صادرولو ۵۱ اجازه نامي بيرته ايسته کړي دي.

 

جان ستينلي وايي چي د نورو هيوادونو لکه برتانيې، سويډن او يا هم هالنډ د پارلمان د غړو په مقايسه، د آلمان پارلماني غړي په دې نه پوهيږي، چي د جرمني حکومت په تيرو وروستيو مياشتو کي د وسلو کومو معاملو ته اجازه ورکړې ده.

 

ورځپاڼي ليکي چي د آلمان حکومت سعودي عربستان ته د ۲۰۰ آلماني جنګي الوتکو د خرڅلاو اجازه ورکړې ده.

 

د آلمان حکومت چپه خوله پاته دي!

 

د پارلمان غړي دغه رپوټ نه تائيدوي او نه يي هم ردوي. فقط يوه خبره اوريدل کيږي چي دا کار په پارلمان پوري اړه نه پيدا کوي.

 

خو قانون پوهان بيا په دي اړه شک لري. د وسلو د صادراتو اجازه نامه طبعاً چي په پارلمان پوري اړه لري. همدارنګه ددي کار په اړه پريکړه هم د پارلمان وظيفه ده. د قانون له مخي ددغسي خبرو د مخفي ساتلو کنترول هم بايد دپارلمان له خوا وسي.

 

يان فان اکين چي د کيڼ اړخه ګوند غړی دی دا خبره د خندا وړ بولي چي څنګه د آلمان حکومت په پټه سره د سعودي عربستان سره د ټانکونو د خرڅلاو په هکله معامله وکړه.

 

دا کار ددې ثبوت دی، چي دوی پوهيږي، چي دغه پريکړه بيخي غلطه ده. فان اکين زياتوي چي د وسلو ددغه ډول لويو معاملو په هکله بايد اول پارلمان ته مخکي له مخکي خبر ورکول سي.

 

نو کله چي هغو هيوادونو ته وسلي او مهمات استول کيږي چي په هغو کي د بشري حقونو څخه سرغړونه کيږي او يا هم جنګونه روان وي، بيا نو کيدای سي د پارلمان له خوا پر حکومت باندي فشار راوستل سي چي دا کار ونه کړي.

 

که څه هم دغه ټوله شيان د وسلو د معاملو په قوانينو کي راغلي خو دا چي حکومت څونه هغه ته توجه کوي، دا يوازي او يوازي د هغه کار دی.

 

کله چي پارلمان معلومات ونلري بيا نو انتقاد هم نه سي کولاي! د جرمني پارلمان ددي دپاره چي خپله اغيزه ښکاره کړي، د هغه په اړه معلوماتو ته اړتيا لري.

 

زيبيلي باور، چي د ستوکهولم د سولي په اړه د پلټنو د انستيتوت کارپوه ده وايي چي کله چي يو دولت په دې پوه وي، چي خپله پريکړه بايد لومړی پارلمان او بيا اولس ته وښيي، بيا نو په ډير احتياط سره قدم اخلي او يا ښايي چي بيخي بل ډول پريکړه وکړي.

 

په اروپا کي د يو څو کلونو راهيسي د وسلو د تجارت په اړه شفافيت موجود دی. اکثره هيوادونو خپل حکومتونه دې ته مجبوره کړي، چي لومړی دي اړه معلوماتونه تر لاسه کړي. خو په آلمان کي اپوزيسيون فکر کوي چي حکومتي اييتلاف دغه کار نه عملي کوي.

آژانسونه/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل