1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پارلمان نن د الماني پوځ د ماوريت پراوږديدو خبري کوي

۱۳۸۸ آذر ۱۲, پنجشنبه

دغه پارلمان به نن په بهر کي ددغه هيواد ددرو پوځي ماموريتونو په لړ کي په افغانستان کي د آلماني عسکرو دخدمت موده يو کال نوره هم اوږده کړي ،چي دآيساف په چوکاټ کي دغه هيواد ته استول شوي دي

https://p.dw.com/p/KpU4
د جرمني پارلمان
د جرمني پارلمانانځور: AP

په روان وخت کي ددوی شمير 4500 تنوته رسيږي .

خو دجرمني حکومت دا محاسبه هم کوي چي ښايي دامريکې متحده ايالتونه دآلمان او دناټو دنورو غړو هيوادو څخه دا غوښتنه وکړي چي افغانستان ته تر 2500 پوري نور عسکر هم واستوي . وروسته له دې چي ولسمشر بارک اوباما دافغانستان په هکله دخپلي نوي ستراتيژۍ په اعلانولو سره ويلي دي چي دغه هيواد به دهندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان ته خپل 30000 نور عسکر هم واستوي ، نودامريکې دمتحده ايالتونو ددفاعي چارو وزير روبرت ګيتس دناټو دنورو غړو هيوادو څخه ددې غوښتنه وکړل، چي دوی هم له 5000 څخه تر 7000 پوري نور عسکر افغانستان ته واستوي .

دی وايی،

«مونږ دناټو دنورو غړيو هيوادو څخه هم دا هيله لرو چي دوی د 5000 څخه تر 7000 پوري نور عسکر افغانستان ته واستوي او دا تمه هم مونږ د خپلو متحدينو څخه لرو چي دوی هم دافغانستان دملي اردو او پوليسو په روزنه کي خپلي وعدې تر سره کړي . »

خو لکه چي ښکاري دجرمني حکومت د امريکې دمتحده ايالتونو دسه شنبي دماښام دوينا څخه وروسته ، غواړي افغانستان ته دنورو عسکرو دليږلو موضوع وځنډوي، او نه غواړي په لندن کي دافغانستان په هکله ديوه نړيوال کنفرانس دجوړيدو دمخه، چي دراتلونکي ميلادي کال دجنوری دمياشتي پر 28 نيټه په لندن کي پلان شوی ،افغانستان ته دزياتو عسکرو دليږلو يا نه ليږلو په اړه پريکړه وکړي .

دجرمني دبهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله وايي داچي موږ به افغانستان ته نور عسکر واستوو يا په دغه هيواد کي نوري چاري تر سره کړو ، زما په عقيده داټول په دې پوري اړه لري چي په لمړي سرکي زمونږ موخه او ستراتيژي بايد په افغانستان کي روښانه سي . خبره دلته ده ، نه دعسکرو پر شمير باندي . ويستروېله وايی ،

«دافغانستان دنړيوال کنفرانس دمخه چي هلته پراهدافواو ستراتيژي باندي خبري کيږي ، که مونږ اوس پردې موضوع باندي جرو بحث او مشاجري وکړو،چي څومره نورعسکر مونږ افغانستان ته واستوو يا داچي دافغانستان دملي پوځ او پوليسو دروزني به برخه کي څومره ونډه اخلو ، دا ټولي خبري به زموږ له نظره مخکي له وخته وي .»

آلماني عسکر په افغانستان کي
آلماني عسکر په افغانستان کيانځور: picture alliance / dpa

د فرانس پرس آژانس په يوه رپوټ کي نن ويل شوي چي دامريکې متحده ايالتونه دآلمان له حکومت څخه په دې اړه کومه مشخصه غوښتنه نده کړې چي دغه هيواد څومره نور عسکر افغانستان ته واستوي .دپنتاګون کارکونکي ژولياني سميت د فايننشل تايمز دويچلند په نامه آلماني ژبي ورځپاڼي سره نن په يوه مرکه کي ويلي چي آمريکايانو يواځي له برلين سره په هغه شمير باندي خبري کړيدي ، چي برلين يي غواړي .

دآلمان په اتحادي پارلمان کي به نن په افغانستان کي دآلماني عسکرو دماموريت دمودې داوږدولو تر څنګ دافريقا په ښکر کي دهغه عسکرو دماموريت په اړه هم خبري اوپريکړه کيږي ، چي ددوامداري آزادۍ يا انديورينګ فريدم تر کود نامه لاندي دغي سيمي ته دنړيوال ترهګرۍ پر ضد دمبارزې دپاره استول شويدي .

همداشان دلبنان په سواحلو کي دآلمان دهغه سمندري ځواکونو ماموريت هم دبحث موضوع ده چي دلبنان حزب الله يانو ته دسمندري لاروڅخه په قاچاقي ډول سره سلاو ي رانسي .

Ap/ او نور آژانسونه

کتونکی : محمد قاسم نوري