1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پخوانی جمهور رئيس رومان هرتسوگ ومړ

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

د جرمني پخوانی جمهور رئيس رومان هرتسوگ ومړ. د جرمني د جمهوري رياست دفتر خبر ورکړی دی چي هرتسوگ، د سه شنبې په شپه په ۸۲ کلنی کي وفات سو.

https://p.dw.com/p/2VYd1
Deutschland Altbundespräsident Roman Herzog ist tot
انځور: Getty Images/A. Rentz

د جرمني جمهور رئيس يواخيم گاوک د هرتسوگ مېرمني الکساندرا ته تسليت ويلی دئ. گاوک هغه يو «برجسته شخص» بللی دئ چي په ټولنه کي د يوځای ژوند کولو له پاره ئې تلاښونه کړي دي.

رومان هرتسوگ له ۱۹۹۴م څخه تر ۱۹۹۹م کاله پوري د جرمني جمهور رئيس وو.

دغه سياستوال او حقوقپوه چي د بايرن ايالت په لندشوت ښار کي زېږېدلی وو، مخکي تر دې چي د جرمني جمهور رئيس سي، د دغه هيواد په بادن ووتمبرگ ايالت کي د فرهنگ او کورنيو چارو وزير هم وو.

هغه دغه راز د جرمني د اساسي قانون محکمې د مرستيال او وروسته د رئيس په توگه هم کار کړی وو.

هرتسوگ په ۱۹۷۰م کال کي د جرمني مسيحي ديموکرات اتحاد غړی سو او درې کاله وروسته بيا يو فعال سياستوال سو.