1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني په زاکسن ايالت کي شکمن طالب نيول سوی

۱۳۹۵ آبان ۷, جمعه

د جرمني امنيتي چارواکي وايي چي د دغه هيواد په زاکسن-انهالت ايالت کي ئې يو شکمن طالب جنگيالی نيولی دئ. ويل سوي دي چي دغه کس څو واري په افغانستان کي په جگړو کي برخه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/2RoPT
Deutschland Razzia gegen Islamisten angeblich Anschlag auf Alexanderplatz geplant
انځور: Reuters/P. Zinken

د جرمني لوی څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۲۷مه) ويلي دي چي دغه ۱۹ کلن ځوان له ۲۰۱۳م کال راهيسي څو واري په افغانستان کي په جگړو کي برخه اخيستې ده.

دا چي دغه ځوان څوک دئ، څارنوالۍ ئې د هويت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. خو ويل سوي دي چي د نن ورځي په اوږدو کي به ئې په اړه محکمه پريکړه وکړي.

پر دغه ځوان باندي له يوې بهرنۍ تروريستي ډلي سره د اړيکو تور دئ.

د افراطيت په اړه اندېښنې

په جرمني کي د ځوان مسلمانانو افراطيت ته د مخه کولو په اړه انديښنې ورځ تر بلي پر ډېرېدو دي.

دغه اندېښنې جرمني ته د په سونو زره مهاجرو له راتگ سره نور هم ډېري سوي دي.

د کډوالو له پاره د جرمني فدرالي ادارې ته د افراطي کېدو په هکله مشوره ورکوونکی دفتر څو ورځي مخکي ويلي ول چي د روان کال له دوبي راهیسي دغه دفتر ته د مهاجرو د مرستندویانو او سرپرستانو له خوا ډېر شکایتونه ور رسېدلي دي.

د دې کار دلیل اسلامي افراطیت ته د کم سنه (قانوني سن ته نه رسیدلو) مهاجرو د جذبیدو اندېښنه ښوول سوې ده.

د کډوالو له پاره د جرمني فدرالي ادارې ته د افراطي کیدو په هکله د مشوره ورکوونکي دفتر مشر فلوریان اندیز، د سه شنبې په ورځ د"Welt"  آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي: «موږ په دې وروستیو میاشتو کې د ډیرو شدیدو شکایتونو او تلیفوني اړیکو شاهدان وو.»

د ترهگرو د نیولو عملیات

د سه شنبې ورځي په سهار د جرمني پولیسو پر یوه وخت د دغه هیواد په ۵ ایالتونو کي تر۱۰ ډیر اپارتمانونه او د مهاجرو په یوه کمپ کي ۱۳ عملیات ترسره کړي دي.

دغه عملیات د پولیسو د ځانگړو ځواکونو له خوا د دغه هیواد په تورینگن، نورد راین وستفالن، زاکسن او بایرن ایالتونو کي د داعش ډلي د شکمنو کسانو د نیولو په موخه ترسره سول.

نور مطالب: