1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
ناورين
۱۳۹۵ دی ۱۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/2VJi5

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخي دغه توپان د چهارشنبې په ماښام په ساحلي ښارونو کيل، لوبک، روستوک، وارنه مونده، فلنسبورگ، اکرنفورده، ويسمار او اوزدوم بيش کي تاوانونه رسولي دي.

د جرمني د هوا پيژندني ادارې اعلان کړی چي د «آکسل» په نوم توپان نه يوازي د دغه هيواد شمالي برخي زيانمني کړي، بلکي په نورو ايالتونو کي واوري، توند باد او باران تاوانونه رسولي دي. د دوی د وړاند ويني له مخي د پنجشنبې په ورځ کيدای سي د دغه هيواد په جنوبي ايالاتونو بايرن او بادن وورتمبرگ کي هم سختي واوري وسي. په بايرن ايالت کي په دې اړه خلکو ته خبر ورکړل سوی دئ. 

په بايرن ايالت کي د واوري توپان د ډيرو ترافيکي پيښو سبب سوی. يوازي د پنجشنبې په ورځ سهار ۱۶۰ ترافيکي پيښي ثبت سوي دي.

د هوا پېژندني ادارې د چارواکو په خبره په تيرو لسو کلونو کي د دغه توپان په شان ساری نه دی ليدل سوی. په ځينو ساحلونو کي د اوبو کچه يو متر و ۸۰ سانتيمتره ته پورته سوې ده.