1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني ژبي زده کړه له دایمي پاتېدو سره مرسته کوي

۱۳۹۶ خرداد ۵, جمعه

«چیري چي ازادي موجوده ده،هلته ځمه». د دې کار او په جرمني کي د دایمي پاته کیدو سره تر ټولو دمخه د ژبي کورسونه او د جرمنيانو د ژوندانه له طرز سره اشنايي مرسته کولای سي.

https://p.dw.com/p/2ddTU
Integrationskurs Deutsch als Fremdsprache ARCHIV 2010
انځور: picture-alliance/dpa

ریبرعمر د کولون د مرکز د ژبي د کورسونو په یوه عصري مکتب کي ناست دی او معلمې ته یې دقیق غوږ نیولی دی چي ورڅخه د اسم خاص پوښتني کوي. پر دغو خسته کُنه پوښتنو سربیره دغه ۲۵ کلن هغه په علاقه سره اوري او یاداښتونه اخلي.

دغه ځوان سوریايی کوردئ د الماني ژبي په یوه داسي کورس کي برخه اخلي چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د مرکزي ادارې له خوا تمویلیږي. عمر اوس ښه الماني خبري کولای سي. دی وايي چي د ژبي له زده کړي پرته سړی نه سي کولای ژوند وکړي.

عمر په سوریه کي سلماني کوله او کله کله یې پیزا هم رسوله. خو په جرمني کي دی غواړي د موټر د میخانیک مسلکي زده کړه وکړي. هغه خپل والدین له درو کلونو راهیسي نه دي لیدلي:«تر ما وروسته هغوی عراق ته وتښتیدله، خو زه کولای سم له هغوی سره د انټرنیټ له لاري تماس ونیسم.»

له ده سره څنگ ته د ملک په نامه لا یو بل اریتیریايي مهاجر ناست دی چي تر اوسه پوري لا ښه المانی خبري نه سي کولای، خو حتمي غواړي چي ژبه ښه زده کړي. دی وايي چي «دا ډیره مهمه ده چي سړی له خلگو سره په ژبه پوه او خبري وکولای سي.» هغه دوه کاله مخکي جرمني ته راغلی او ۱۹ کلن وو. دی هیله مند دی چي دلته به تحصیل هم وکولای سي.

د مدغمیدو په نوم د الماني ژبي تقریبأ یو کلن کورسونه چي د بالغو کسانو له پاره ۷۰۰ او نوو ځوانانو له پاره اکثرأ ۱۰۰۰ درسي ساعتونه په بر کي نیسي، درې برخي لري: په ابتدايي کورس یا لمړۍ برخه کي ضروري موضوعات، لکه سودا اخیستل، اوسیدل، روغتیا، مسلکي زده کړي او ازاد وخت درسونه ورکول کیږي. په دوهمه مرحله کي د کورس غړو ته د ټولني، رسنیو، دولت او نورو کلتورونو په باب زده کړي ورکول کیږي.

بلاخره په دریمه مرحله کي د یوه امتحان تر اخیستلو وروسته اساسي کوروسونه پیلیږي، له هغې جملې څخه پر اجتماعي نظم، تاریخ ، کلتور او ارزښتونو باندي خبري کیږي. تر دې وروسته هم یو امتحان اخیستل کیږي.

یوازي په هغه صورت کي چي یو څوک په دواړو امتحانو کي کامیابه سي، د هغه کورس هم په بریالیتوب سره پای ته رسیږي او کولای سي، تحصیل او یا کار وکړي.

(dpa,epd/ QN)