1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمنی دافغانستان پرسياست باندي بحثونه

۱۳۸۸ بهمن ۱, پنجشنبه

د پرون ورځي راهيسي دآلمان په اتحادي پارلمان کي د 2010 م کال پر بودجه باندي خبري رواني دي . خو د جرمنی دخارجي سياست دمسايلو په کتار کي دافغانستان په هکله دآلمان سياست ددغه پارلماني مشاجرو مهمه موضوع جوړوي

https://p.dw.com/p/LcRl
انځور: AP

يوه اونۍ وروسته په لندن کي دافغانستان په هکله يو نړيوال کنفرانس جوړيږي . له همدي امله دآلمان په اتحادي پارلمان کي دمخالفو ګوندونو استاذي ددغه هيواد له حکومته څخه داغوښتنه لري چي بايد ووايي ، په دغه نړيوال کنفرانس کي دافغانستان په هکله دآلمان دحکومت دريځ څه وي ؟

دآلمان په اتحادي پارلمان کي دشنو دګوند وکيل دآلمان دحکومت مسولو چارواکو ته ګوته نيسي او وايي چي تر اوسه تاسي په دي هکله هسي چي ښايي رڼا نده اچولي چي دافغانستان دمسالي به هکله به دآلمان دحکومت راتلونکي سياست څه وي .

دغه کنفرانس ته څو ورځي پاته دي خو لا تراوسه هم ستاسي راتلونکي ستراتيژي دافغانستان په هکله نده روښانه .

ويل کيږي چي ښايي دراتلونکي چارشنبي په ورځ دجنوري دمياشتي په 27 نيټه دالمان لمړي وزيره انګيلا مرکل ددغه هيواد داتحادي پارلمان په وړاندي دافغانستان په هکله دخپل حکومت دراتلونکي سياسي تګ لاري باندي خبري وکړي . خو تر دغي نيتۍ پوري به دا ناروښانه وي چي دلندن په کنفرانس کي به دافغانستان په اړه دآلمان راتلونکي سياسي دريځ څه وي . تر هرڅه مهمه خبره داده چي آيا دآلمان حکومت غواړي افغانستان ته نور عسکر هم واستوي او که نه ؟

دآلمان دبهرنيو چارو دوزير ګيدو وسترويلي دريځ په دي هکله ډير مذب ذب ښکاري .

برخلاف دهغه خبرو او آوازو چي په ځيني ورځپاڼو کي خباره شوي دې ، ما هيڅکله داخبره نده کړي چي په هيڅ ډول سره زه نه غواړم چي افغانستان ته نور زيات آلماني عسکر هم واستول شي . دمثال په توګه کيداي شي دافغانستان دعسکرو او پوليسو دروزني دپاره دي ته اړه وي خو ما لا تراوسه داخبره هم نده کړي چي ارو مرو به دا کار کيږي . خو ما داخبره کړيده چي مونږ بايد ترهرڅه ړومبي خپل موخي يا اهداف روښانه کړو . مونږ څه غواړو او دافغانستان دراتلونکي به اړه څه تصورات لرو . او بيا دپوځي ملاتړ موضوع رامنځ ته کيداي شي .

دآلمان دبهرنيو چارو وزير وايي چي دلندن کنفرانس به ددي دپاره نه وي چي کوم هيواد څومره نور عسکر غواړي افغانستان ته واستوي . خو بيا نور دي څه نه وايي چي څه بايد وشي او ددغه کنفرانس خبري او پريکړي څه وي .

يواځي داخبره روښانه ده چي دآلمان حکومت غواړي دافغانستان دپاره خپلۍ پرمختيايي مرستي زياتي کړي او دافغانستا ن دامنيتي ځواکونو دروزني په برخه کي زياته ونده واخلي .

دآلمان دمسيحي ديمو کرات دګوند دوکيل اندرياز شوکن هوف دپاره له افغانستان څخه دآلماني عسکر و دايستلو لمړي امکان په همدي کي نغښتي چي دافغان امنيتي ځواکونه پياوړي شي .

اساسي نظر او فرضيه داده چي که څو ک غواړي له افغانستان څخه ژر خپل عسکر وباسي نو بايد سمدستي دافغانستان داردو او پوليسو دروزني په لاره کي اساسي ګامونه واخيستل شي او که څوک دي کار ته چمتو نه وي ، نو دا مسوليت به دهغه په غاړه وي چي آلماني عسکر به تر ډيري مودي پوري به افغانستان کي باتي کيږي ، خو مونږ دا کار نه غواړو .

او دآلمان حکومت تر اوسه په دي برخه کي هم خپل دريځ ندي روښانه کړي چي آلماني عسکر به څه وخت له افغانستان څخه ووځي . په دي برخه کي دآلمان په اتحادي پارلمان کي دکين لاسو دګوندي ډلي مشر ګريګور ګيزي وايي چي ،

تاسي وايي چي په همدي روان پارلماني دوره کي به له افغانستان څخه دآلماني عسکرو دايستلو دپاره يو طرحه وړاندي شي . اجازه ده چي زه ستاسي دغه خبره دولس دپاره وژباړم . ستاسي ددي خبري مانا به داوي چي تاسي ته به تر 2013 ميلادي کاله پوري روښانه شي چي څه وخت به له افغانستان څخه دآلماني عسکرو په وتلو پيل وشي . نو داسي ګومان کيدای شي چي په 2020 يا په 2025 ميلادي کال کي به وي . دآلمان دکين لاسو ګوند غواړي چي سمدستي له افغانستا څخه دآلماني عسکرو په ايستلو پيل وشي خو سوسيال ديمو کراتان واي چي له دريو کالونه تر پنځو کالو پوري وروسته داکار وسي .

ويرک هويزر/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري