1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمنی په پارلمان کي د بودجې پرسر بحثونه دوام لري

۱۳۸۸ بهمن ۱, پنجشنبه

په پارلمان کي د2010 م کال د بودجې پر سر بحثو کي، اپوزيسون د جرمنی ايتلافي تورـ ژيړ حکومت د «سياسی لحاظه مطلق ناکامه » حکومت وباله ، خو صدراعظمي انګيلاميرکل بيا داقتصادي بحران څخه د راوتو د نوو لارو غوښتنه وکړه

https://p.dw.com/p/Lcfi
په پارلمان کي د سوسيال ډيموکراټانو د فراکسيون مشر شټاين ماير، د بودجې پر سر بحثوکښي د خبرو پر وخت
په پارلمان کي د سوسيال ډيموکراټانو د فراکسيون مشر شټاين ماير، د بودجې پر سر بحثوکښي د خبرو پر وختانځور: AP

دې وويل چي المان داتوان لري چي له نړيوال بحران څخه ځان راوباسي . خودهغه لپاره بايده دي اقتصادي قدرت ، دوګړو اودولت ترمنځ اړيکي ، او په ټولنه کي دخلکويو والي بياراسي .ميرکل ويلي :

دابه په ډاډ سره له ناندرو نه ډکو بحثونو سبب شي، خو دنوي فکر تقاضا به هم وکړي .دا داسي موضوع نده چي مونږ يوازي د2010 کال دجنوري په مياشت کي په هغه باندي بحث کوو ، بلکه دغه اقتصادي خراب حالت به مونږ ددي پارلماني دوري اوږده موده په ځان بوخت کړي .

لمړۍ وزيري زياته کړيده چي احتمالا به بيا دبحران نه دمخه حالت ته المان په 2013 کال کي ورسيږي .دي زياته کړيده چي سږکال په بيساري ډول لوړاخيستل شوي پورونه به چي 86ملياردو يورو ته رسيږي په راتلونکو کلونوکي ددوامداره اقتصادي غوړيدني له لاري بيرته ورکړل شي .دي ويلي دي چي داقتصادي قدرت کميدل دهوښيارۍ اوذکاوت نه ډک عکس ا لعمل له ښودلکيدوسره يوازي په سلوکي پنځه راټيټ شوي، اودا دنورو هيوادونو په پرتله ډير ښه دي . دمثال په ډول دفرانسي اقتصادي توان په سلوکي 8 اودانګلستان او دامريکا دمتحده ايالتونو په سلوکي 13 ښکته شويدي .ميرمن ميرکل ويلي دي چي دښوني او روزني او دڅيړنوپه ساحوکي دزياتره پانګي داچولو له لاري په دوام لرونکي توګه، اقتصاد وده کولايشي. اوپدي برخه کي يي برقي موټرپه راتلونکي کي دښه بازار لرونکي توليد په توګه دمٍثال په حيٍث ياد کړ .ميرکل ويلي :

تاسي بايد له مونږ سره ګډه علاقعه ددي لپاره ولرۍ چي مونږ بياهم مخکښ يو. اودشلمي پيړۍ دموټرو په شان ديو ويشتمي پيړۍ موټرهم دالمان لخوا جوړيږي .

حکومت غواړي چي دمالياتو دنورو ټيټولوپه برخه کي چي ژمنه يي کړيده، دمي په مياشت کي له مالياتونه دلاسته راغليو پيسو له اټکل نه وروسته پريکړه وکړي .مخالفو ګوندونو په حکومت باندي دهوټلونو او رستورانونو دمالياتو دکمولو له امله سختي نيوکي وکړي .پدي وروستيو ورځو کي معلومه شويده چي بارون فينګ د«مووين پيک» دهوټلونود سلسلي شريک داذاد ديموکرات ګوند ته يو مليونه يورو مرسته کړيده .دسوسيال ديموکرات دګوند دپارلماني ډلي مشر شتاين ماير پدي اړه غبرګون ښکاره کړي او ويلي يي دي :

دما په نظر دا ډيره بده خبره ده چي دڅو ورځو په ترڅ کي يو لړ پيښي شوي او دالماني تصديو اودالماني شرکتونو متعلقينو په وزارتونو کي لويي لويي دندي ترلاسه کړيدي .

دمرکل دپخواني حکومت دبهرنيو چارو وزير شتاين ماير نوي حکومت ته اخطارورکړ چي ديو کال په ترڅ کي به دخلکو له قهره څخه ځان په امان نشي کړاي . په تيره بيا هغه وخت چي دالمان دستر ايالت نورد راين وستفالن له ايالتي ټاکنو څخه وروسته ټول واقعيت ميدان ته راووزي .دشتاين ماير دوينا له مخي دنويو پورونورښتيانۍ اندازه سږکال145ملياردو يورو ته رسيږي .دماليي وزير شويبله، اودکار وزيري ميرمن فون دير لاين ويلي چي په ټولنيزه ساحه کي به سپما وکړي .خودجزيياتوپه اړه يي څه ونه ويلي .اودکيڼ ګوند مشرګيزي لمړۍ وزيري ته دبانکونوپه وړاندي د ډير سخاوت دښودلو پيغور ورکړيدي او ويلي يي چي ميرکل بايد له اوباما څخه زده کړي چي له بانکونو څخه هر پورورکړ شوي سنت بيرته غواړي .ګيزي ويلي :

کله چي دامريکا دمتحده ايالتونو جمهوررييس اوباما دا جرءت لري چي له بانکونو څخه هغو ته پورورکړل شوي پيسي بيرته وغواړي تاسي ولي دا زغرده نلري ؟

ګريسلر/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري