1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جلال اباد پر هوايي ډگر بريد د 8 تنو بريد کونکو په وژلو پای ته ورسېدی

۱۳۸۹ تیر ۹, چهارشنبه

په لومړي سر کي د هوايي ډگر دروازې ته نژدې يو موټر بم و چاودېد او وروسته بريد کونکو په وسلوال بريد لاس پوري کي چي نيم ساعت يې دوام وکړی.

https://p.dw.com/p/O6S6
تر بريد وروسته نړيوال ځواکونه
تر بريد وروسته نړيوال ځواکونهانځور: AP

د ناټو د يو خبر د مخه د افغانستان په ختيځ کي د ناټو يوه ستر پوځي اډه د طالبانو تر بريد لاندي راغلې.

د ايساف وياند لاين بکستر په کابل کي ويلي: د جلال هوايي اډه تر بريد لاندي ده، زه ددې خبرو تائيد کوم دغه بريد همدا اوس روان دی خو نور څه نسم ويلای.

ددغي حملې مسووليت طالبانو په غاړه اخستی. خو د ايساف وياند زياته کړې چي بريد کونکي نه دي توانېدلي چي اډې ته ننوزي.

تر بگرام وروسته د افغانستان په ختيځ د ناټو ستر اډه چي ورباندي بريد سوی دی.

دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ د افغانستان په ختيځ کي ايتلافي ځواکونو اعلان کړی و چي د کونړ په عملياتو کي يې زيات شمېر وسلوال طالبانو وژلي دي.

د افغانستان په ختيځ کونړ کي د درو ورځو راهيسي درانه پوځي عمليات روان دي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره په عملياتو کي ملکي وگړو ته هم زيان رسېدلی دی.

AG/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم