1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنرال الين د تبديلۍ خبري رواني دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د اوباما اداره په پام کي لري چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، په اروپا کي د امریکایي ځواکونو مشر وټاکي.

https://p.dw.com/p/14vbx
انځور: dapd

یوه امریکایي چارواکي چې د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کړي دي ویلي دي چي دا کار به په را روان ژمی کې تر سره شي.

دې امریکایي چارواکي دغه راز زیاته کړې ده چي اروپا ته د جنرال الین د استولو پلان په لومړنیو مرحلو کي دئ او کیدای شي چي تغیر وکړي.

هغه ویلي دي: «الین د امریکا په پوځ کي یو له ډیرو ښاغلو څخه دئ. که دی د دې دندې له پاره ونومول شي نو هیڅ څوک به هم ورسره مخالفت و نه کړي. هغه د امریکايي سناتورانو او د امریکا د ملگرو درنښت د خپل قوي مدیریت او هوښیارۍ له کبله گټلی دئ.»

په همدې حال کي د پنتاگون ویاند جورج لیتل، ویلي دي چي په اروپا کي د امریکایي ځواکونو مشرۍ ته د جنرال جان الین د نوموني په هکله تر اوسه پوري وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

جنرال جان الین په یوه ډیر حساس وخت کي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو مشري پر غاړه واخیسته. هغه اوس باید په افغانستان کي په عین وخت کي د یاغیانو پر وړاندي جگړه هم پر مخ بوزي او له افغانستان څخه باید د ناټو ځواکونه هم راوباسي.

د سپیني ماڼۍ د پلان له مخي جنرال جان الین به افغانستان ته د استول شوو اضافي ۳۳۰۰۰ امریکايي سرتیر وتل و څاري. تر هغه وروسته به امریکا په افغانستان کي ۶۸۰۰۰ سرتیري ولري.

په پلان کې ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه د امریکا ډیر سرتیري خپل هیواد ته ستانه شي.

اټکل کيږي چي جنرال جان الین به د دوبي له ختمیدو سره سم اوباما ته، له افغانستان څخه د نورو ځواکونو د کمیدو په اړه خپل نظر ورکړي. په دوبي کي طالبان د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو په وړاندي عملیات نور هم توندوي. تر دې دوبي وروسته به ښکاره شي چي ایا طالبان اوس هم پیاوړي دي که نه.

د جنرال جان الین د تبدیلیدو په اړه په داسي وخت کي اوازې را پورته شوي دي، چي په راتلونکې اوونۍ کي به د ناټو غړي هیوادونه د شیکاگو په غونډه کي د افغانستان په اړه خبري اتري وکړي.

د جنرال الین د تبدیلۍ په اړه لومړني رپوټونه د واشنگټن پوست له خوا خپاره شول. جنرال جان الین تر دې مخکي په عراق کي هم د امریکایي ځواکونو مشري پر غاړه درلوده. که د جنرال الین د تبدیلۍ خبر د پنتاگون له خوا تائید شي نو هغه به د جیمز ستیوریدس ځای ونیسي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل