1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي تېري د قربانۍ ملګري د پېښې جزيات وويل

۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه
https://p.dw.com/p/17EYs

د هغي نجلۍ ملګري، چي د جنسي تیري له کبله تیره اوونۍ مړه شوه، د لومړي ځل له پاره د دغه جنایت په اړه څرګندونې کړي دي او پر پولیسو باندي یې سخت تورونه لګولي دي. ده په یوه هندي تلویزون کي وویل چي جنایتکارانو په ډیر وحشیانه ډول له هغه او ملګرې سره یې عمل کړی دی. دی پخپله هم د حملې پر وخت زخمي سوی دی. دی وايي کله چي پولیس راغلل، نو دوی ډیر مهم او حساس وخت پر دې باندي تیر کړ، چه د دغي قضیې څیړل د پولیسو د کوم ماموریت وظیفه ده او تر پېښي یې دوه ساعته وروسته د تیري قرباني نجلۍ روغتون ته ولیږدوله. په دې منځ کي د هندوستان حکومت اعلان کړی دی، چي د ښځو په مقابل کي له تشدد سره به په راتلونکې کي جدي مبارزه وکړي.