1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي افریقا د خونړۍ مظاهرو د څیړنو امر وشو

۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبه
https://p.dw.com/p/15sGA

د جنوبي افریقا ولسشمر د کان کیدونکو له خوا د پنجشنبې په ورځ د مظاهرو په ترڅ کې د ۳۴ تنو د وژل کیدو په اړه د پلټنو امر کړی دئ. دغو کسانو د پلاتینو یوه کان ته څیرمه په لاریون لاس پورې کړی وو چې د پنجشنبې په ورځ دغه خونړۍ پېښه رامنځ ته شوې وه. زیاته شوې ده چې د لاریون کوونکو شمیر له ۳۰۰۰ تنو څخه زیات وو او کله چې پولیسو د لاریون د کنترول له پاره عملیات پیل کړل، دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښتل.

دا هم ویل شوي دي چې لاریون کوونکو له ځانه سره وسلې او چړې لرلې. زیاته شوې ده چې پولیسو د مظاهره کوونکو د کنترول له پاره له اوښکي بهوونکي گاز او ربړي مرمیو څخه کار اخیستی دئ.

کان کیندونکو غوښتنه کوله چې د دوی معاشونه دې درې چنده لوړ شي. ویل کیږي چې په دغه کان کې له تیرو اتلسو کلونو راهیسې د کار کولو شرایطو کوم بدلون نه دئ موندلای.