1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي سوډان رقيبانو د سولي تړون لاسليک کړ

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۰, شنبه

د جنوبي سوډان د وگړو درد او رنځ له تصوره وتلې خبره ده. خو اوس په دغه هيواد کي د ژوند د بقا له پاره اميدونه پيدا سوي دي. په جگړه کي ښکېلو غاړي اوس د سولي يو تړون لاسليک کړی دی. خو آيا دغه تړون به عملي سي؟

https://p.dw.com/p/1BxSu
انځور: Reuters

د جبوبي سوډان په کړکېچ کي ناببره بدلون رامنځ ته سوی دی. د لويديځي افريقا په دغه هيواد کي تر پنځو مياشتو خونړيو جگړو وروسته د جمعې په ورځ ناوخته ماښام په جگړه کي د دواړو ښکېلو غاړو مشرانو سلواکېړ او ريک مشار ترمنځ د سولي یو تړون لاسليک سوی دی.

دا لومړی وار دی چي دغه دواړه رقبان د جگړې له پيل راهيسي د ايتوپيا په پلازمېنه آديس ابابا کي يو له بل سره مخامخ خبرو اترو ته کښېنستلي دي.

پر جزئياتو باندي بايد خبري اتري وسي

د سولي د تړون له مخي پر نورو سربيره بايد په ۲۴ ساعتونو کي جنگ پای ته ورسږي او يو انتقالي حکومت رامنځته سي. پر دې سر بيره بايد هغو نزدې يو ميليون انسانانو ته چي له جگړې څخه په تېښته کي دي د بشري مرستو رسول تضمين سي. په تړون کي دغه راز راغلي دي چي د دواړو اخړونو له خوا بايد يو گډ هيئت وټاکل سي او يو له بل سره معلومات تبادله کړي. ويل سوي دي چي کېړ او مشار به ۳۰ ورځي وروسته بيا يو له بل سره وويني.

د جنوبي سوډان جمهور رئيس سلوا کېړ د سولي تړون تر لاسليکولو وروسته وويل: «اوس چي موږ دغه سند لاسليک کړ، غواړم چي ټولو ته ډاډ ورکړم چي هغه گوند او پوځ چي زه يې مشري کومه دغي پريکړي ته به ژمن پاته وي.» هغه زياته کړه چي «د جنوبي سوډان وگړي جگړې ته هيڅ اړتيا نه لري.» دغه راز د سلواکېړ پخواني مرستيال ريک مشار هم د «بې معنی جگړې» خبره کړې ده. جنوبي سوډان تر اوږدې کورنۍ جگړې وروسته په ۲۰۱۱ مېلادي کال کي خپلواکي واخسلته او يو مستقل هيواد سو.

د جنوبي سوډان په کورنۍ جگړه کي د ښکېلو غاړو ترمنځ د ايتوپيا د لومړي وزير هايله مريم ديساليغنه، په منځگړيتوب د سولي تړون رامنځ ته سو. ديساليغنه د داوړ اړخونو له خوا د سولي تړون تر لاسليکولو وروسته وويل چي «موږ به جنوبي سوډان څارو، موږ به نور چاته اجازه نه ورکړو چي په دغه هيواد کي بيا جگړه وکړي.»

ډيری کارپوهان شک لري چي تړون دي عملي سي

ډيری کارپوهان په دې باور دي چي په دغه جنگ ځپلي هيواد کي به د سولي او نظم ټينگول ډېر ستونزمن کار وي. د روان مېلادي کال په جنورۍ مياشت کي د اوربند له اعلان سره سره بيا هم په دغه هيواد کي د دولتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ په ځانگړې توگه په لوړ نيل، اونيتي او جونگلای کي چي د نفتو زيرمي ډيري دي، زور زياتی روان وو.

د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخي په دې هيواد کي نزدې پنځه ميليونه انسانانو بشري مرستو ته اړتيا لري.

په جنوبي سوډان کي د جمهور رئيس سلواکېړ او د هغه د پخواني مرستيال ريک مشار ترمنځ له هغه وروسته جگړه پيل سوه چي کېړ پر مشار او نورو سياستوالو باندي د کودتا کولو تور ولگاوه.

په دغه جگړه کي چي ډير ملکي وگړي ووژل سول تر ډيره ځايه پوري يې قومي بڼه غوره کړه. د بخښني نړيوال سازمان په وروستي راپور کي راغلي دي چي په دغه هيواد کي له اميدواره ښځو، کوچنيانو او زړو خلکو سره سخت وحشتناکه جنايتونه سوي دي.