1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي کوريا پر حکومت باندي نيوکي سوي

۱۳۸۶ شهریور ۹, جمعه

وروسته له هغه چي طالبانو د جنوبي کوريا 19 تنه برمته سوي کسان ازاد کړي دي د سويلي کورياپر حکومت باندي نيوکي ډ يري سوي.

https://p.dw.com/p/DK8g
د جنوبي کوريا حکومت وروسته له هغه تر نيوکو لاندي راغلی چي له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر سول.
د جنوبي کوريا حکومت وروسته له هغه تر نيوکو لاندي راغلی چي له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر سول.انځور: AP
د کوريا پر حکومت باندي له دې امله نيوکي سوي چي د وی د طالبانوسره مخامخ خبري او مامله کړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين داد فر ويلي دي،چي دا به يوه خطر ناکه خبره وي ، چي طالبان او نور ترورستي سازمانونو ته دا تصور پيداسي ، چي نړيواله ټولنه کېداي سي تر فشار لاندي ونيول سي.
د غه راز د کاناډا د بهرنيو چارو وزير Maxime Bernier ويلي دي، چي د ترورستانو سره بايد خبري نه وايي سوي.