1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي کوریا صدراعظم استعفی کړې

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د جنوبي کوریا صدراعظم چنگ هونگ اون، د نوموړی هیواد د یوې ډوبې شوې بیړۍ د سپرلیو د ژغورنې له پاره په حکومتي اقداماتو کې د نیمگړتیاو له امله، له خپلې دندې استعفی کړې ده. دغه بیړۍ د اپریل میاشتې پر ۱۶مه نیټه ډوبه شوه.

https://p.dw.com/p/1Bp3W
انځور: Reuters

د جنوبي کوریا صدراعظم چنگ هونگ اون، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې ۲۶مه) په یوه تلویزوني وینا کې وویل: «زما پر دنده پاتې کیدل به د حکومت له پاره لوی بار وي... د حکومت په استازیتوب د ټولو هغو ستونزو په هکله بخښنه غواړم، چې د دې سبب شول چی ونه وتوانیدو په لومړي سر کې ژر تر ژره د دغه ناورین مخنیوی وکړو.»

د دولتي خبري آژانس «یونهاپ» د رپوټ له مخې صدراعظم لا تر مخه غوښتل چې استعفی وکړي خو د وضعیت د کنترولیدو پورې یې دا اړینه وبلله چې پر خپله دنده پاتې شي. صدراعظم په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دغه پیښې ټول هیواد په ژوره توگه خواشینی کړی دی. هغه زیاته کړې ده: «د پیښې له تیریدو څخه ډیرې ورځې تیرې شوې، خو د لادرکه شوو کسانو د کورنیو غږونه ما خوب ته نه پریږدي.» صدراعظم د خپل هیواد پر خلکو باندې غږ وکړ چې د خلکو له ملامتولو څخه ډډه وکړي او د ژغورنې په کارونه کې مرسته وکړي.

د صدراعظم استعفی چې د ولسمشرې پارک گون های، له لوري باید تائید شي، په داسې وخت کې وړاندې کیږي چې حکومت د بیړۍ د قربانیانو د خپلوانو له لوري له سخت قهر سره مخامخ دی. د قربانیانو خپلوان وایي چې حکومت د بیړۍ د سپرلیو د ژغورنې له پاره پوره اقدامات نه دي کړي.

دا چې په جنوبي کوریا کې د صدراعظم په پرتله ډیر واک له ولسمشر سره وي، نو ویل کیږي چې د صدراعظم استعفی به یوازې یوه سمبولیکه بڼه ولري.

د شنبې په ورځ پولیسو د نوموړۍ بیړۍ څلور تنه نور کارکونکي ونیول. د جنوبي کوریا چاوراکو لا تر مخه د نوموړې بیړۍ کپتان او د عملې نور لس تنه نیولي ول. پر دوی باندې د نورو تورونو سربیره له خپلې دندې څخه د غفلت او سمندري قوانینو څخه د سرغړونې تورونه لگول شوي دي.

دغه بیړۍ د جنوبي کوریا د انچیون له بندر څخه د جیجو ټاپو پر لور روانه وه. د جیجو ټاپو د سیاحت له پاره ډیر مشهوره دی. د بیړۍ د چپه کیدو پر وخت پکښې ۴۷۶ تنه سپاره ول چې یوازې د یوه ښوونځي پکښې ۳۳۹ تنه زده کوونکي او معلمان ول. د نوموړې پيښې کابوه یوه نیمه اوونۍ وروسته، د خرابې هوا له کبله تر اوسه یوازې د ۱۸۷ تنو جسدونه راایستل شوي دي. د پیښې پر وخت ۱۷۴ تنه وژغورل شول. د رپوټونو په حواله د ښوونځي ماشومانو ته ویل شوي وو چې تر بلې لارښوونې پورې په خپلو کوټو کې پاتې شي.

غوټه وهوونکي د ژغورنې په عملیاتو کې د سختو بادونو او د لید د ساحې د کموالي په څیر له ستونزو سره مخ دي. د شنبې په ورځ د خرابې هوا له کبله هغوی پر دې ونه توانیدل چې بیړۍ ته ور ننوځي.