1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي کوریا ولسمشره په رسمي توګه له دندې ګوښه شوه

۱۳۹۵ اسفند ۲۰, جمعه

د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمې په سيول کې هغه پریکړه تائید کړې ده چې له مخې یې د دغه هیواد پخوانۍ ولسمشره پارک ګیون های، د اداري فساد په تور له دندې ګوښه شوې وه. اوس نو باید په۶۰ ورځو کې ټاکنې وشي.

https://p.dw.com/p/2Yw5H
Südkorea Park Geun-Hye
انځور: Getty Images/South Korean Presidential Blue House

د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمې د جمعې په ورځ په رسمې توګه پخوانۍ ولسمشره پارک له دندې ګوښه کړه. د اساسي قانون محکمې اته واړو قاضیانو په دې برخه کې حقوقي پریکړه تائيد کړه. دا نو په دې معنی ده چې پخوانۍ ولسمشره پارک د قضا پر وړاندي خپل د ولسمشرۍ مصوونیت له لاسه ورکوي.

قاضي القضات جونګ مي، وویل چې د پارک کړو وړو «په جدي توګه دیموکراسۍ او د قانون حاکمیت ته تاوان رسولی دی.»

پارک د تیر کال په دسمبر میاشت کې پر هغې باندي د اداري فساد ترونو تر لګیدو وروسته، له دندې ګوښه شوه. د ولسمشري پر نزدې اعتباري کس چای سون سیل، باندې تور لګول شوی دی چې له لویو شرکتونو لکه سمسونګ څخه یې پیسې اخیستي دي.

پارک د دغه کس په کړو وړو کې له ښکیلتیا څخه انکار کړی دی. خو محکمه بیا په دې نظر ده چې پارک باید مسووله وبلل شي. قاضي لي وویل: «پارک په دولتي چارو کې د چاو پر لاس وهنو پرده واچوله، او ټول هغه شکونه یې رد کړل چې له دې کبله رامنځ ته کیدل. هغې خو آن پر هغو کسانو باندې نیوکې وکړې چې په دې اړه یې پوښتني کولې.»

په داسې حال کې چې له دسمبر میاشتي راهیسې له پارک څخه د هغې صلاحیتونه اخیستل شوي، اوس د محکمې له پریکړي سره د پارلمان پریکړه تائيد او رسمي شوه. اوس نو هوانګ کاو اهان، د سویلي کوریا د سرپرست ولسمشر په توګه کار کوي.

د سویلي کوریا د اساسي قانون له مخې باید د۶۰ ورځو په جریان کې نوی ولسمشر وټاکل شي. په دې ترتیب سره به نو دغه هیواد د ټاکنو له پاره چمتوالی پیل کړي.