1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جورج واکر بوش تور کارونه

۱۳۸۷ آبان ۱۰, جمعه

جورج ډبليو بوش راتلونکي ولسمشر ته يو دروند ميراث پريږدي

https://p.dw.com/p/FlCS
د جورج بوش اته کلنه دوره دوې پیړۍ راتاووي،چي پر هغې به د راتلونکي نسل قضاوت کيږي
د جورج بوش اته کلنه دوره دوې پیړۍ راتاووي،چي پر هغې به د راتلونکي نسل قضاوت کيږيانځور: AP

د سپيني ماڼۍ پر سر توري وريځي ګرځي. پر پرګنو د کړکېچ تياره فضاغوړې دلې ده. ټينګ ولاړ او نه اصلاح کيدونکی جورج ډبليو بوش په ځوريدلي شان د خپل واک پای ته ګوري. د امريکا ولسمشر په بهر کي مسخره او په خپل هيواد کي له خپل ګوند څخه جلا سوی د پښيمانۍ احساس ځانته نه پريږدي.

په سپينه ماڼۍ کي دغه يوازي پاته سړی لا ډير دمخه ليري راتلونکي ته خپل ليد اړولی دی،جورج واکر بوش د نړۍ د ستر قدرت د جمهوري رياست دمقام وارث ته دروند ميراث پريږدي. جګړه، کړکېچ او بد شهرت چي امريکايانو د نړۍ په ډيروسيموکي په اصطلاح د بوش او د هغه د سياست او دده دملګرو د حلقې د سر له خيراته ترلاسه کړی دی.

د جورج بوش اته کلنه دوره دوې پیړۍ راتاووي،چي پر هغې به د راتلونکي نسل قضاوت کيږي. د 2001 زيږديز کال په تور سپتامبرکي بوش په نيويارک کي د الوتکو له چاودنو سره مخامخ شو. د 2008 ميلادي کال په تور سپتامبرکي د وال ستريټ زلزلې د نړۍ مالي وضعه ولړزوله. او سره له دې دوې پای ته نه رسيدلي جګړې په عراق او افغانستان کي پاته دي او د ګوانتانامو بنسټ او د ابوغوريب رسوا تصويرونه او د کاترينا د توپان په وړاندي د امريکا د حکومت پاته راتګ، د ولسمشر د ناکامۍ او تاوان څيره ښيي.

سړی بايد څو لسيزي شاته نظر واچوي، څو داسي يو ولسمشر ومومي چي داشان بايللي يې کړي وي. ريچارد نکسن د واټرګيټ په معامله کي ليندون ب ، جانسن او او د ويټنام فاجعه : دا دهغو ولسمشرانو لړۍ ده چي بوش هم ورسره نښلول کيدای شي. د امريکايیانودرې پر څلور برخه اوس بوش ردوي. د جمهوريت غوښتونکو د کانديد جان ميکين لپاره دروند بار پاته کيږي.

څه شی، چي د بوش پاته ملګري يې مخه ته ږدي دده دپرنسيپونو ټينګښت دی.خو بوش خپلي ستراتيژۍ ته په عراق کي هغه وخت بدلون ورکړ چي دغه هيواد په 2006 زيږديز کال کي په وينو لړل کيږي. بوش تيرکال وويل« زه فکر کوم چي وروسته به ماته دداسي يوانسان په توګه وکتل شي چي له سختوشيانو سره يې سروکار درلود او د هغو په اجرأ کي يې ډار نه درلود» دﺉ وړاندي وايي: « څو چي تاريخپوهان زما د حکومت په هکله نظر ورکړي، زه به مړ وم، ځکه دا به يوه موده دوام وکړي،تر څو ديوه حکومت ريښتينی تاريخ روښانه شي.»