1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي اته غونډې د پېل ترمخه ايران او سوريه مهم موضوعات ول

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/14yfy

د امريکا د متحده ايالتونو په کېمپ ډيويډ کي د جي اته سرمشريزي د پېل څخه تر مخه د سوريې لانجه او د ايران اټومي پروگرام د خبرو مهمه موضوع گرځېدلې ده. ويل سوي دي چي د باراک اوباما له خوا د جي اته هيوادونو د مشرانو د ماښامنۍ مېلمستيا پر وخت پر دې باندي توافق موجود وو چي پر ايران بايد لا فشار زيات کړل سي.

د ماښام د دغې ډوډۍ پر وخت گډون وال په دې هکله هم همږغي ول چي د سوريې د کړکېچ له پاره بايد سياسي حل پيدا کړل سي. د جي اته هيوادونو پدغه سرمشريزه کي مهم ترينه موضوع د يورو پول واحد په زون کي د قرضو بحران بلل کيږي. په دې ترڅ کي باراک اوباما پر يورو هيوادونو ږغ کړی دئ چي د سپما پر ځای دې د پانگونې له لاري د اقتصادي پرمختگ له پاره کار وکړي. په سرمشريزه کي به د لوږي او چاپيريال د ککړکېدو د مخنيوي په هکله هم مشورې کيږي. د جي اته د پای ته رسېدو سره سم به په شيکاگو کي د ناټو سرمشريزه پېليږي.