1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «جي ۲۰» سرمشریزه د اختلافاتو سره پای ته ورسیده

۱۳۹۶ تیر ۱۷, شنبه

د «جي ۲۰» د سرمشریزې مشرانو د آلمان په همبورګ ښار کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه په ګډه محکوم کړل؛ خو دغه مشران د دې سرمشریزې په ترڅ کې د چاپیریال ساتنې او د سوداګرۍ پر سر یوازې یو موټي نه وو بلکې اختلافات یې هم لرل.

https://p.dw.com/p/2gD6N
G20 Gipfel in Hamburg | Trump & Merkel
انځور: Getty Images/U. Michael

د آلمان په همبورګ ښار کې د «جي ۲۰» سرمشریزې په دوهمه او وروستۍ ورځ کوربه انګلا مرکل یو ځانګړی ملاقات درلود. په دې ملاقات کې د آلمان صدراعظمې د پولیسو له چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې د هغوی د ښو فعالیتونو او د دې سرمشریزې د لوړپوړو چارواکو او د دولتونو د استازو د امنیت د خوندي کولو له امله له هغوی مننه وکړه.

د آلمان صدراعظمې د تیرو دوو ورځو په ترڅ کې د «جي ۲۰» سرمشریزې پرضد له تاوتریخوالي ډک لاریونونه په کلکه وغندل. هغې په دې هکله وويل: «هرڅوک چې دې ته ورته کارونه کوي، له سیاسي نیوکو سره علاقه نه لري. هرڅوک چې دا راز کارونه کوي، هغه د یوې دیموکراته ټولنې څخه بهر دي.» نوموړې همدا راز لارښوونه وکړه چې د دې لاریون قربانیانو ته په عاجله توګه مرستې او ملاتړ یې وشي.

Hamburg G20 Gipfel Proteste und Gewalt
انځور: Reuters/H. Hanschke

خو په عین وخت کې د آلمان د همبورګ ښار د «شانڅن فیرتل» او «آلتونا» د سیمو اوسیدونکي د امنیتي ځواکونو له فعالیت څخه راضي نه وو. په دې سیمه کې د چپ اړخو افراطي لاریون کوونکو او د عامه نظم د ساتنې د پولیسو ترمنځ اخ او ډپ رامنځته شو چې په پایله کې یې دکانونه چور شول او موټرونو ته اور ورکړل شو. په دې سیمه کې له دې حالت څخه نا خوښ یو اوسیدونکي د خپل کور په بالکن داسې یو پیغام نصب کړی وو: «اولف [د هامبورګ ښاروال] دا یوه ډیره احمقانه نظریه وه.» له اولف څخه د هغه هدف اولف شولتس، څوک چې د همبورګ ښاروال دی. نوموړي مخکې له دې چې د امنیتي تدابیرو د تضمین په هکله فکر وکړي، دا نظر ورکړی وو چې دغه ښار باید د «جي ۲۰» سرمشریزې کوربتوب وکړي.

د اقلیم د ساتنې په هکله اختلافات

د لاریون کوونکو له ډلې څخه هیڅ یو هم په دې ونه توانیدو چې د سترو صنعتي او د صنعت په درشل کې هیوادونو دې ناستې ته داخل شي. په حقیقت کې د دې کار مخه کابو ۲۰ زره پولیسو نیولې وه. دغه پولیس د آلمان د بیلابیلو ښارونو او د اروپايي ټولنې د ګاونډیو هیوادونو څخه دې ښار ته په دنده ګمارل شوي وو. بل لوري ته بیا د دې سرمشریزې په کنفرانس خونه کې یوه داسې بیانیه ولوستل شوه چې ډیری برخې یې واضح نه دي.

Hamburg G20 Merkel und Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/NTB Scanpix/T. Meek

ټول ۲۰ هیوادونه په ګډه په دې سلا شول چې مالي بازار منظم کیدل باید ادامه، له ترهګرۍ سره د مرستو او له مالیو څخه د تیښتې په هکله باید مبارزه وشي.

خو د ځمکې د ګرمیدو د مسئلې په هکله چې له پخوا راهیسې د «جي ۲۰» هیوادونو مشران پرې هم نظره وو، دا ځل دې هرڅه توپیر درلود. دا ځکه چې یوې خوا ته د امریکا متحده ایالات او بلې خوا ته بیا ۱۹ هیوادونو د اقلیم د بدلون په هکله د پاریس د توافقنامې په هکله مختلف نظرونه درلودل. مرکل په خبري کنفرانس کې په دې هکله وویل چې پر دغه مسئله «ګډ موقف» نه وو.

صدراعظمې انګلا مرکل له نورو هیوادونه مننه وکړه. هغې په دې هکله وویل: «زه له نورو هیوادونو او د دوی له مشرانو له دې امله مننه کوم چې دوی د پاریس معاهدې ته ژمن دي.» هغې همدا راز یادونه وکړه چې د اقلیم په هکله د پاریس د معاهدې عملي چارې باید ډیر ژر پیل شي.

په عین وخت کې، ولسمشر ترمپ په خپله وروستۍ وینا کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې له نورو هیوادونو سره د سون د پاکو فوسیلي موادو په استفاده کې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د «پاریس تړون» په اوږدمهاله کې د فوسیلي مواد لکه د ‌ډبرو سکرو، ګازو او تیلو په تدریجي توګه کمولو باندې تمرکز کړی دی.

د ترمپ او پوتین ښه ملاقات

دونلد ترمپ د نړیوالې ټولنې لخوا په دې ناسته کې خپلې انزوا کیدو ته ادامه ورنکړه. نوموړي د مرکل د مشرتابه او مدیریت څخه مننه وکړه او هغه یې «ستر» وګڼل. په همدې حال کې ترمپ له دې ناستې څخه د خپلو دوه اړخیزو سیاسي لیدونو له پاره هم ګټه پورته کړه. د ترمپ له پاره د دې سرمشریزې اساس چې نړیواله همکاري وه، نا معلومه موضوع وه.

G20 Gipfel in Hamburg | Juncker & Trump & Putin
انځور: Reuters/Courtesy of Bundesregierung/S. Kugler

د «جي ۲۰» په دې کنفرانس کې دونلد ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لومړي ځل له پاره له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره ولیدل چې دغه ټکي ته د کنفرانس د یوې مهمې شیبې په توګه هم کتل کیږي. د دې دواړو مشرانو د ملاقات په ترڅ کې په سوریه کې پر اوربند توافق رامنځته شو. د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له نظره، دغه خبره د ترمپ له پاره یوه ستره بریا ده.

ترمپ همدا راز له خپل روسي سیال پوتین سره د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د سایبري بریدونو د جنجال په هکله هم خبرې وکړې، خو پوتین ټول تورونه او شکونه رد کړل. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په خپل وروستي خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د ګډو همکاریو له پاره ښې لاسته راوړنې درلودې او زیاته یې کړه چې « تلویزیوني ترمپ تر واقعي ترمپ ډیر توپیر لري.»

د سوداګرۍ په هکله د امریکا د متحده ایالاتو امتیازونه

د سوداګرۍ د موضوع په هکله د «جي ۲۰» سرمشریزه مجبوره وه چې د امریکا متحده ایالاتو د موقف په هکله جنجال وکړي. په دې کنفرانس کې آزاد بازار ته لاس رسی هم د بحث یوه موضوع وه.

د آلمان صدراعظمې انګلامرکل له خپل امریکايي سیال دونلد ترمپ سره خپلو خبرو اترو ته په اشاره وویل چې دوی په ځینو مسئلو باندې ښو پایلو ته رسیدلي خو په ځینو نورو مسئلو کې لا هم ستونزې موجودې دي. هغې په دې هکله وویل: «زه راضي یم چې موږ وکولای شو ووایو چې موږ باید بازار پرانیستی پریږدو.» هغې همدا راز دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې د «جي ۲۰» د سرمشریزې مشران د اقتصاد د ملاتړي سیاست یا «پروټیکشنیزم» پرضد مبارزې او همدا راز پر منصفانه سوداګرۍ هوکړې ته رسیدلې دي.

G20 Hamburg Merkel und Trump
انځور: Reuters/C.Barria

مرکل همدا راز د دې خبرې یادونه هم وکړه چې د سوداګرۍ پر سر توافق ته د رسیدلو مسئله له امریکا متحده ایالاتو سره «د سختو خبرو اترو » په پایله کې ترلاسه شو.

له افریقا سره تازه همکاري

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل همدا راز د زړه له کومې په افریقا کې د «جي ۲۰» هیوادونو د پانګونې هیله هم څرګنده کړه. ټاکل شوې چې د افریقا په وچه کې د بهرنیو هیوادونو مستقیمه پانګوونه به د دې لویې وچې اقتصادي حالت ته بدلون ورکړي. د «جي ۲۰» سرمشریزې غړي هیوادونه غواړي چې د «Start-up» د پروګرام په چوکاټ کې په افریقا کې په پانګونې سره له دې لویې وچې سره مرسته وکړي.

د دې نوې اقتصادې کړنلارې په مټ کیدای شي چې اروپا ته د لا ډیرو افریقایي مهاجرینو د راتګ مخنیوی وشي. دغې طرحې ته «له افریقا سره یوځای» نوم کارول شوی دی.

G20 Gipfel in Hamburg | Angela Merkel, Bundeskanzlerin
انځور: Reuters/A. Schmidt

اوکسفام: د ټولنیزو مؤلفو ځای خالي وو

د «جي ۲۰» د سرمشریزې مشرانو په دې ناسته کې همدا راز د ناروغیو او د ښځو د ظرفیت د لوړوالی ته په خپلو هڅو کې د لومړیتوب ورکولو ژمنې کړي. د دې سرمشریزې په وروستۍ بیانیه کې راغلي چې میرمنې، پوهه او زده کړه د پرمختګ له پاره اساسي ټکي دي. د «جي ۲۰» په سرمشریزه کې ګڼ شمیر مدني سازمانونو هم ګډون درلود. دغو مدني سازمانانونو د دې سرمشریزې په پریکړو نیوکې کړي دي.

د اوکسفان په نامه له خیریه سازمان څخه یورن کالینسکي له دویچه ویله سره په مرکه کې په دې هکله وویل: «تل دا روښانه وه چې «جي ۲۰» یوه همغږې ډله نه وه او د هیوادونو ملي ګټې له یو بل سره توپیر لري.» هغه تشریح کوي چې موږ همبورګ ته له دې غوښتنې سره راغلي یو چې د «جي ۲۰» مشران به «ټولنیز نابرابر والي» ته د خپلو بحثونو د اجندا په سر کې ځای ورکړي. خو موږ دا څه ونه لیدل. هغه کسان چې ناراضي دي او یا د شړل کیدو احساس کوي، د ملتپالو او پوپولیستانو تر شا دریږي. هغه زیاتوي چې دغه مسئله د دموکراسۍ له پاره یو ګواښ دی.

برند ریگرت / خ. حکیمي

د لاریون انځورونه دلته کتلای شئ: