1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د مرستندویه موسسو وضعیت

۱۳۹۴ تیر ۱۳, شنبه

افغانستان اوس هم نړیوالو مرستندویه موسسو ته اړتیا لري خو د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله ډیر شمیر دغه شان موسسې د کندز په څیر ولایتونو پریښودو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FsaP
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیتي خبردارۍ یوه معموله خبره ده. په دې سیمه کې وخت نا وخت د امنیتي ځواکونو او وسلوالو یاغیانو تر منځ نښتې کیږي. خو پر دې سربیره هم په کندز کې یو شمیر مرستندویه سازمانونه په کار بوخت دي.

د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي، وایي: «موږ اوس په امام صاحب ولسوالۍ کې یو شمیر لویې پروژې لرو. موږ یو شمیر دولتي او تعلیمي ودانۍ جوړې کړې دي. پر دې سربیره موږ د یو لوی سوړځای هم جوړ کړی دی.»

دغه دولتي چارواکی زیاتوی چې که جګړه هم وي نو باید د بیارغوني چارې په ټپه و نه دریږي. خو قریشي دا خبره مني چې اوس هم په کندز ولایت کې ډیر پانګونې نه دي شوي. هغه په دې خبرې خواشيني څرګندوي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د بنسټونو پیاوړي کولو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې. هغه وايي چې واټنونه ویجاړ شوي دي او باید له سره ورغول شي.

د امام صاحب اوسیدونکی محمد اجمل، له قریشي سره موافق دی. هغه وایي: «ښه واټنونه د بزګرو له پاره ډیر ارزښت لري ځکه هغوی باید خپل کروندې وپلوري. پر دې سربیره هغوی باید روغوتونو ته د خپلو ناروغانو د رسولو امکان هم ولري. که د بیا رغونې چارو دوام ولري، امنیت هم رامنځ ته کیږي.»

پر غیر دولتي سازمانونو بریدونه

د غیر دولتي سازمانونو له پاره چې په ولایتونو کې کار کوي امنیت ډیر مهم دی. خو ډیر وخت دغه سازمانونه د دې په خاطر چې بهرني هیوادونه یې پیسې ورکوي، د یاغیانو تر بریدونو لاندې راځي.

په وروستیو کلونو کې پر غیردولتي مرستندویه سازمانونو باندې بریدونه هم ډیر شوي دي. د غیر دولتي سازمانونو د امنیت ادارې په حواله تیر کال په افغانستان کې د مرستندویه سازمانونو ۵۰ کارکوونکي وژل شوي دي. پر دې سربیره د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مرستندویه موسسو ۱۷ کار کوونکي وژل شوي دي. د دغو امنیتي پیښو له ډیریدو سره په افغانستان کې د مرستندویه موسسو د کارکوونکو پر وړاندې محدویدونه هم ډیر شوي دي.

د آلمان د خوراکي ټوکو مرستندویه موسسه چې په افغانستان کې له شلو کلونو راهیسې فعالیت کوي، په ۲۰۱۰ کال کې اړه شوه چې په کندز کې خپل فعالیتونه ودروي. د دې سازمان مشر متیاس موګي دویچه ویله ته وویل: «داسې پیښې رامنځ ته شوې چې په پایله کې یې زموږ کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او موږ غوښتل چې له دې کار سره ووایو چې پر موږ باندې بریدونه عواقب هم لري.»

دغه سازمان اوس د افغانستان په نورو برخو کې فعالیت لري خو موګي وایي چې امنیت تدابیر یې ډیر کړي دي دي.

خو د جګړې له توتیدو سره یو شمیر نورو موسسو بیا خپل فعالیتونه ډیر کړي دي ترڅو له قربانیانو سره مرسته وکړي خو د دغه شان مرستندویه موسسو پر وړاندې هم بریدونه د ډیریدو په حال کې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب