1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جګړې ګټل اسانه دي خو د يو ښه حکومت جوړول ګران دي

۱۳۸۹ آذر ۳۰, سه‌شنبه

کارپوهان په دې باوردي چي په افغانستان کي د يو اغيزمن او اعتباري حکومت د جوړلو لپاره چي وکړای سي خپلو خلکو ته خدمت وکړي، د فساد سره مبارزه وکړي او قضايي نظام يي په خپلواکه توګه عمل وکړي، ښايي کلونه وخت ونيسي.

https://p.dw.com/p/QhRv
اوباما د افغانستان په اړه سخت تر فشار لاندي دی
اوباما د افغانستان په اړه سخت تر فشار لاندي دیانځور: AP

د افغانستان د جګړې په هکله د سپيني ماڼۍ په کتنه کي چي تيره اونۍ خپره سول راغلي ول چي، د امريکايي ځواکونو په ډيريدو سره طالب جنگيالي له ډيرو مهمو سيمو څخه پر شا تمبول سوي دي او دا خبره يي کړې چي جګړه ښايي د اوسنۍ ستراتيژۍ يوه آسانه برخه وي.

په دې کتنه کي که څه هم د احتياطي لهجې څخه کار اخيستل سوي، خو بيا هم اعتراف سوی چي په افغان حکومتوالۍ کي سمونوالی او د پاکستان قانع کول چي په څپل خاوره کي د جنگيالیو مصون پناه ځايونه له منځه يوسي تر ټولو سختي ننګوني دي.

د برتانيې د کامبريج پوهنتون پروفيسورTarak Barakawi په دې نظر دی چي« په هر ځای کي چي د امريکايي سرتيرو په شمير کي زياتوالی راغلي، هلته د امنيت د ټينګښت لمن پراخه سوې ده. خو يوازي دا کفايت نه کوي. دا هدف ته د رسيدولاره نه ده، دا يوازي په موقتي توګه په ډير ستر مالي لگښت سره پرمختګ دی.»

اوباما تر فشارلاندي دی ترڅو د 2011 کال تر نيمايي پوري د خپلي ستراتيژۍ مثبت نتايج ښکاره کړي.

نه يوازي اوباما، بلکه د هغه د ناټو متحدين په ټوليزه توګه په خپلو هيوادونو کي دې نتيجې ته رسيدلي چي د افغانستان جنګي ماموريت ته د پای ټکي د ايښودولو لپاره بايد ګړندي ګامونه واخيستل سي.

په افغانستان کي وژل سوي امريکايي سرتيري خپل هيواد ته انتقاليږي
په افغانستان کي وژل سوي امريکايي سرتيري خپل هيواد ته انتقاليږيانځور: AP

2010 کال د ناتو لپاره تر بل هر وخت يو خونړی کال ؤ. د وژل شوو سرتيرو شمير تر 700 اوښتی.

کارپوهان په دې باوردي چي په افغانستان کي د يو اغيزمن او اعتباري حکومت د جوړلو لپاره چي وکړای سي خپلو خلکو ته خدمت وکړي، د فساد سره مبارزه وکړي او قضايي نظام يي په خپلواکه توګه عمل وکړي، ښايي کلونه وخت ونيسي.

د دغو ښيګڼو نشتوالی تر اوسه پوري ددې عامل سوي چي په کليو او بانډو کي خلک د طالبانو په ليکو کي ودروي.

د متحده ايالاتو حکومت په 2010 کال کي نه يوازي اضافي جنګي سرتيري او پوځيان افغانستان ته واستول، بلکه د خپلو ملکي کارپوهانو په شمير کي هم زياتوالي راوست.

د متحده ايالاتو د نړيوالو پرمختيايي مرستو ادارې ياUSAID کي د افغانستان او پاکستان د څانګي مدير،Alex Thier ، وايي:« د ډيرو ناخوالو سره سره 2010 کال د پخوانيو په پرتله له څو لحاظه مهم ؤ.

هغه وايي د ټاکلو هدفونو لپاره يوازي وسايل برابر سول. زموږ انګيرنه چي په دي چاپيريال کي څرنګه برياليتوب ته ورسيږو، دا ده چي په حقيقت کي ځيني مهم ګامونه سږ کال واخييستل سول، ای کاش په تيرو نهو کلونو کي مو دا کار کړی وای.»

د امريکا متحده ايالات چي تر اوسه پوري 56 مليارده ډالره يې د افغانستان په بيا رغاوني کي لګولي دي، پلان لري چي په 2011 کال کي د خپلو مالي مرستو يو زياته برخه د افغان حکومت له لاري په مصرف ورسوي.

په هلمند کي امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهال
په هلمند کي امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

سربيره پردې امریکا د افغانستان په محلي ادارو کي د حکومتوالي د پياوړتيا لپاره هم ځيني ځانکړي مرستي او پروژې په پام کي نيولي دي.

خودغه دواړه پلانونه د اختلاس او اداري فساد له ستونزو سره مخامخ دي.

افغانستان سره د متحده ايالاتو د مالي مرستو عمومي پلټونکي،Arnold Feilds د دوشنبې په ورځ هغې خبرداری ورکړ چي پر دغو مرستو باندي د کنترول اوسنی ميکانيزم بسيا نه کوي.

هغه وويل ښايي د امريکايي ماليه ورکونکو پيسي بياهم په تورو کانالونو کي تري تم سي.

د نوموړي دفتر، چي انګريزي مخفف يي SIGAR دي، په مني کي يې په خپل رپوټ کي خبرداری ورکړی ؤ چي د افغانستان سره د مرستو په دايره کي ځيني «مجهولي او سر درګومه» مؤسسي فعاله دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل