د جگړو کيسې د انځور په ژبه
په جگړو کې تل واضح ارقام شمیرل کیږي او هغه داسې چې د مرگ ژوبلې شمیر او د ویجاړیو کچه. خو انځورگر جورج بټلر، په خپلو رسامیو سره د خلکو شخصي کیسې انځوروي چې جگړه د هغوی له پاره ورځنی معمول دی.
په کابل کې د دارالامان ماڼۍ د ۱۹۹۰ لسیزي له لومړيو کلونو راهیسې ويجاړه پرته ده. بټلر په ۲۰۱۴م کال کې دغه ماڼۍ انځور کړې ده. هغه وایي چې په افغانستان کې پاتېدل ستونزمن کار نه دی، که څه هم تل دا خطر موجود وي چې بهرنیان تښتول کيږي او یا هم تر برید لاندي راځي. بټلر زیاتوي: «سړی باید په یوه ځای کې د ډیر وخت له پاره اقامت و نه کړي.»
بټلر پر خپلي انټرنیټ پاڼي ځان داسې معرفي کوي: «جورج بټلر یو هنرمند او انځورگر دی، چې د سیلاني توب او د روانو حالاتو څیړونکی دی.» د بټلر رسامۍ چې په هماغه سیمه کې یې تیاروي، په جگړه ځپلو سیمو کې د خلکو کیسې انځوروي. په دغه انځور کې بټلر د سوریې سرحد ته څیرمه د ترکیې په کیلیس ښار کې لیدل کیږي.
تر خپل لومړي سفر اته کاله وروسته، بټلر په ۲۰۱۴م کال کې افغانستان ته بیا ستون شو. دغه مهال بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو له پاره چمتووالی نیاوه. په دغه رسامۍ کې د باسکټبال لوبه ښوول کیږي، چې معيوبان يې کوي. د سره صلیب نړیواله کمېټه د دغه سپورت ملاتړ کوي، څو د خلکو د روحي او جسمي روغتیا پالنه وشي. دغه انځورونه د ۲۰۱۵م کال تر سپتمبر میاشتې په لندن کې نندارې ته وړاندي شوي.
بټلر د دغه رسامۍ له پاره د کابل په مشهوره کوڅه «کوچه مرغ ها» کې گرځیدلی دی. هغه وایي په دغه ځای کې تر پنځه امریکایي ډالره پوری سړی یوه کوتره رانیولی شي او سهراب د ښار په دغه غیر عادي کوڅه کې یو له هغو کوچنیو دوکاندارانو څخه دی چې مرغان پلوري. د نورو ډیرو عکسانو برعکس بټلر د هغو ټولو کسانو نومونه په یاد لري، چې د هغوی انځور کاږي.
لس کلن احمد په سوریه کې د توغندي له یوه بریده ژوندی پاته شوی، چې اوس په روغتون کې بستر دی. بټلر وایي: «له دې نه سړی ډیر زیات غمجن انځور کښلای نه شي، چې د یوه داسې ماشوم تر څنگ سړی ولاړ وي، چې په ۴۸ ساعتونو کې یې خپله مور، ورو او خپله ښی پښه له لاسه ورکړي وي.» د احمد پلار د خپل زوی د انځور کښلو مخالف نه دی.
دغه انځور د سوریې د تفتناز ښار دی. بټلر دغه انځور د ۲۰۱۳م کال د جنوري میاشتي په نیمایي کې د سوریې د آزادي بخښونکي پوځ له لوري د یوې پوځې اډې تر نیولو وروسته کښلی دی. هغه وایي: «کله چې ما د تفتناز رسامي کوله، د توپو فيرونو د ښار فضا گډه وډه کړه.»
په دغه انځور کې د ترکیې د ریحانلي ښار یو کلینک انځور شوی دی، چې له سوریې څخه ورته هغه ټپیان راځي چې مصنوعي غړو ته اړتیا لري. بتلر وایی: «په رسم کې لیدل کیږي چې څرنگه مصنوعي اندامونه د چړو، پلاسونو، انبورونو او نور کاري افزارو سره جوړیږي.» د رسام په نظر دغه مصنوعي اندامونه لږ تر لږه ظاهرا انسان ته هغه جسمي او روحي کمبود بیرته ورکوي، چې جگړې ترې اخیستی دی.