1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د جگړې اړخونه دي نور د ملکي وگړو د وژلو څخه لاس واخلي"

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

ملګرو ملتو د افغانستان د جګړې پر ټولو اړخونو ږغ کړی چي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو مخنيوی دي وکړي.دغه غوښتنه وروسته له هغي عنوانيږي چي طالبانو دوې ورځي د مخه اعلان وکړئ چي سر له نن څخه به د هغوی د پسرلي عمليات پيل سي.

https://p.dw.com/p/117FE
انځور: AP

نن د افغانستان په جنوب ختيځ کي په يو ځانمرګي بريد کي څلور ولسي وکړي ووژل سول. طالبانو په خپله خپره سوې وينا پاڼي کي ولسي وکړو ته خبرداری ورکړی، چي د پوځي اډو ، کتارونو او حکومتي ودانيو او مرکزونو څخه ځان ليري وساتي.

په هغه يو وينا پاڼي کي چي په کابل کي د ملګرو ملتو د ځانکړي استازي ستيفان دي ميستورا له خوا خپره سوې ده راغلي دي: « د جګړې اړخونه بايد پر ملکي هدفونو او يا ملکي وګړو باندي قصدي حملي ونه کړي.»

«موږ د ټولو اړخو څخه غواړو چي ټول ممکنه اقدامات تر لاس لاندي ونيسي او د ملکي خلکو د ساتني هڅه وکړي، خصوصاً چي په راتلونکو مياشتو کي موږ له بده مرغه د زور زياتي اټکل کوو.»

د ملګرو ملتو د ځانکړي استازي له غوښتني څخه لا 24 ساعت پوره سوي نه دي چي د پکتيکا څخه د يو ځانمرګي بريد رپوټ ورکړل سو چي په نتيجه کي يې لږ تر لږه 4 ولسي وکړي وژل سوي او څه د پاسه 12 تنه نور ټپيان کړي دي.

د پکتيکا د والي وياند، مخلص، وويل: دغه ځانمرګي بريد د يو 12 کلن هلک له خوا تر سره سوی. که چيري د نوموړي وياند خبره تصديق سي، دا په افغانستان کي د ځانمرګي بريدنو تر ټولو لږ عمر لرونکی بريد کونکی دی.

مخلص وويل: « دغه پيښه د پکتيکا ولايت د شکين د ولسوالۍ په يو بازار کي رامنځ ته سوه چي د ولسوالي د شورا رئيس، شيرنواز، يوه ښځه او دوه نارينه يې ووژل او 12 تنه نور يي ټپيان کړل.»

پوځي چارواکو تر دې د مخه د ياغيانو د حملو د تندوالي وړاندويني کړي وې، که څه هم چي تير ژمی هم په افغانستان کي په جګړو او نښتو کي پر کراره تير نه سو.

لوړپوړي پوځي چارواکي دغه راز وايي چي د وروستيو استخباراتي معلوماتو له مخه په زور زياتيو کي تشدد ښايي يوه اونۍ دوام پيدا کړي.

په پوځي اډو او حکومتي ادارو کي امينتي تدابير ټينگ سوي دي او د کابل په اصطلاح په « اوسپنيزه کمربند» کي اضافي پوليس ځای پر ځای سوي دي او د موټرو اوو نور نقليه وسيالو پلټني کوي.

د ملګرو ملتو ځانکړي استازي ديميستورا د جګړې پر اړخونو باندي نيوکي وکړې او ويې ويل چي، ددوی د عمليتاتو ډيری قربانيان ملکي وگړي دي.

هغه وويل چي په ښارونو او نورو ځايونو کي د طالبانو له خوا په بمي حملو کي زيات شمير ملکي خلک وژل سوي دي. هغه دغه راز د ناتو تر مشري لاندي د آيساف پر ځواک هم نيوکه وکړه او ويې ويل چي، دوی هم د ملکي وژني په مخنيوي کي نيمګړيتاوي کړي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل