1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جی۸ غونډي اصلي موضوع سوريه او کوريا ده

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۲۲, پنجشنبه

شمالي کوریا ښايي په لندن کې د )جي ۸) هیوادونو د غونډي د دوهمې ورځې د اجندا په سر کې وي. دا په داسې حال کې ده چې جنوبي کوریا هم د شمالي کوریا تر گواښونو وروسته په نوو احتیاطي اقداماتو لاس پوري کړی دی.

https://p.dw.com/p/18E6m
Russian Foreign Minister Segei Lavrov (2R) holds a meeting with French Foreign Minister Laurent Fabius (3L) at the Russian Ambassador's residence in west London on April 10, 2013 on the eve of the official start of the G8 Foreign Ministers' meeting. The situation in Syria, the spiralling North Korean nuclear crisis and Iran's atomic ambitions will be discussed at the meeting of foreign ministers, a prelude to the annual Group of Eight leaders' summit later this year in Northern Ireland. AFP PHOTO / LEON NEAL (Photo credit should read LEON NEAL/AFP/Getty Images)
G8 Außenministertreffen Londonانځور: Leon Neal/AFP/Getty Images

د (جي ۸) هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا په اړه بحث وکړي. په دغو هیوادونو کې بریتانیا، کانادا، فرانسه، آلمان، ایتالیا، جاپان، روسیه او متحده ایالات شامل دي.

د سه شنبې په ورځ د جنوبي کوریا یوه تلویزیون KBS د دې هیواد د یو شمیر پوځي چارواکو په حواله ویلي ول چې شمالي کوریا کیدای شي چې په ناڅاپي او پرله پسې توګه څو ډوله نوي توغندی و آزمويي.

په دې سره نو جنوبي کوریا خپل احتیاطي اقدامات لا پسې سخت کړي دي او خپل ځان یې له «لوی خطر» سره د مخامخیدو له پاره چمتو کړی دی. د دې هیواد یوې بلې رسنۍ ویلي دي چې د جنوبي کوریا ستلایتونه ښيي چې شمالي کوریا دوه ګرځنده توغندی ویشتوونکي دستگاوي په جنوبي همکیونګ ښار کې نصب کړي دي.

ویل کیږي چې په دغو توغندی ویشتوونکو کې داسي دستگاوي هم شته چې کولای شي له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې واټن کې هدف په نخښه کړي. په دې ترتیب سره نو دغه توغندی جنوبي کوریا، جاپان او د امریکا پوځي اډو ته رسیدای شي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هېګل، د چهارشنبې په ورځ وویل چې شمالي کوریا د «خطر کرښې ته ډیره نزدې شوې ده».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، وویل چې پوځي مانورونه د شمالي کوریا موضوع نوره هم کړکېچنه کوي، خو هغه ټینګار وکړ، چې د دې هیواد په برخه کې مسکو او واشنګټن ګډ دریځ لري. هغه خبریالانو ته وویل: «د شمالي کوریا په برخه کې موږ له متحده ایالتو سره کومه ستونزه نه لرو.»

د شمالي کوریا کړکېچ په وروستیو میاشتو کي نور هم زيات شوی دی. دې هیواد په فبرورۍ میاشت کې خپله دریمه اتومي آزموینه وکړه، چې له کبله یې ملګرو ملتونو پر دې هیوادونو باندې خپل بندیزونه لاپسې سخت کړل.

سوریه د (جی ۸) غونډي بله د بحث موضوع

د (جی ۸) هیوادونو د غونډي لومړۍ ورځ د چهارشنبې په ماښام ناوخته پای ته ورسیده. په دې ورځ د غړو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د کړکیچ په اړه بحثونه وکړل. د غونډي په څنډه کې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د پاڅونکوونکو له مشرانو سره هم ولیدل.

د سوریې پاڅونکوونکي له نړیوالي ټولنې څخه د لا ډیرو مرستو غوښتونکي دي. په سوریه کې له تیرو دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده چې له کبله یې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.