1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د حافظ سعيد د وژل کېدو باوجوده بياهم ګواښ ولي زیات دی؟»

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ مرداد ۲۴, یکشنبه

په افغانستان او پاکستان کې د داعش د مشر وژل کېدل هغوی ته ستر ټکان ورکړی دی. خو کتونکي وايي چې د امريکا په ملاتړ د ځمکنيو عملياتو سربېره لا دغه ډله ستر ګواښ پېښوي.

https://p.dw.com/p/1Ji2O
Afghanistan Kämpfe zwischen IS und afghanischen Truppen Nangarhar
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په افغانستان او پاکستان کې د داعش مشر، حافظ سعيد، تېره مياشت د متحده آيالاتو يوه هوايي بريد په ننګرهار کې وژلی دی. دغه خبره پنټاګون د جمعې په ورځ وکړه. دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو د داعش د اورپکو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

داعش له دې وړاندې د ۱۵ کلونو راهيسې د تر ټولو خونړي بريد پړه پر غاړه اخيستې وه. سعيد دويم مهم اورپکی دی چې په تېرو څو مياشتو کې د امريکا متحده آيالاتو په يوه هوايي بريد کې وژل کيږي. دا د داعش ډلې هغې هڅې ته ستر ټکان دی چې غوښتل يې په سوريه او عراق کې له خپلې اصلي سيمې څخه افغانستان او پاکستان ته هم خپل نفوذ وغځوي.

سخت ګوذار

په کابل کې مېشت سياسي شنونکي، هارون مير، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي: «د متحده آيالاتو په هوايي بريد کې د داعش د مشر، حافظ سعيد، وژل کېدل د دغې ډلې په وړاندې سخت ګوزار دی، هغوی به هڅه وکړي چې د پياوړي مشرتابه پرته اوس پرمختګ وکړي.»


داعش تېره مياشت د غبرګو چاودنو پړه منلې وه چې د شعيه مذهبه هزاره لږکيو په وړاندې په کابل کې شوې وې. په دغه برید کې ۸۰ انسانان ووژل شول. داعش تر هغه دمه يوازې په ننګرهار کې مېشت وو چېرته چې يې د سرونو د پرې کولو په شمول په وحشيانه اعمالو لاس پورې کړی دی. امريکايي پوځ وايي چې په افغانستان کې د دغې ډلې حضور کم شوی دی.


هغه اوس د ننګرهار په دوو يا درېو ولسواليو کې فعاليت کوي. په جنورۍ کې لا نهه ولسوالۍ د هغوی تر نفوذ لاندې راغلې وې. خو د روانو عملياتو سربېره د ننګرهار ځايي اوسېدونکي وايي چې دغې ډلې لا په سيمه کې خپله له ظلمه ډکه واکمني ټينګه کړې ده.

طالبان پياوړي که داعش؟

يوه قومي مشر په هسکه مېنه کې وويل: «عمليات دوام لري او حکومت وايي چې ګټونکی به وي. خو داعش د شپې له خوا جنګ کوي او نا امنۍ ډېرې شوې دي، د دې پر ځای چې راکمې شي.»

ځايي قومي مشران وايي چې طالبان له داعش څخه پياوړي دي، او په غير رسمي توګه له داعشيانو سره ګډ کار کوي، څو د حکومتي ځواکونو په وړاندې دواړه وجنګيږي.

يوه قومي مشر، ملک حسيب، په کوټ ولسوالۍ کې وويل: «داعش او طالبانو يو د بل په وړاندې جنګونه پرې ايښي دي او اوس دواړه له حکومت سره جنګيږي.»

د افغانستان د ملي اردو يوه چارواکي د اورپکو دغه غير رسمي ټلواله تائيد کړه، خو طالبانو دا خبره په کلکه رد کړه چې ګويا له داعش سره يې لاسونه يو کړي دي. د ناټو په مشرۍ ائيتلاف اټکل کوي چې په افغانستان کې به داعش ۱۵۰۰ جنګيالي ولري، چې اکثريت يې د پاکستاني او افغان طالبانو له ليکو څخه دي. علاوه پر دې ځينې اورپکي له ازبکستان څخه او د ننګرهار ځايي اوسېدونکي هم ورسره يو ځای شوي دي. داعش تر دې دمه د حافظ سعيد له پاره ځای ناستی نه دی نومولی.