«د حزب اسلامي او کابل تر منځ د سولې خبرې ناکامه شوي»
۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبهحکمتیار په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې دي چې د ګوند غړو یې کابل ته له ځان سره د سولې د تړون د نهایي کولو په موخه تازه او سختې غوښتنې راوړي. تر دې مخکې د سولې عالي شورا غړو او د حکمتیار استازو د یوه تړون مصوبه لاسلیک کړې وه، خو وروسته بیا حکمتیار د تړون په دغه مسوده کې نوي غوښتنې شاملې کړې.
د اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې حکمتیار د حزب اسلامي ګوند په ورځپاڼه کې چې شهادت نومیږي په خپل مستعار نوم، حقپال، یوه لیکنه کړې ده او د کابل پر حکومت یې سختې نیوکې کړې دي. د هغه دغه لیکنه د دوشنبې په ورځ خپره شوې ده.
په لیکنه کې راغلي دي چې د افغانستان اکثریت خلک حکومت نه مني او له همدې کبله د هغه د ملغی کیدو غوښتنه شوې ده.
له حزب اسلامي ګوند سره د سولې شورا خبرې اترې تر دې مخکې تر ډیرې کچې پر مخ تللې وې. ولسمشر غني تمه لرله چې د ګلبدین حکمتیار له راتلو سره به نورې یاغي ډلې هم د سولې له بهیر سره یوځای شي او په دې ترتیب به د افغانستان د سولې په بهیر کې یو څه پرمختګ رامنځ ته شي.
خو اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې په وروستیو وختونو کې دغه ګوند د سولې له پاره تر پخوا ډیر سخت شرایط وړاندې کړل چې ویل کيږي په کې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د امنیتي تړونونو له منځه تلل هم شامل دي.