1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حزب الله جنګيالي په معمولي جنګي وسلو څوک نسي ماتولای

۱۳۸۷ مرداد ۲۴, پنجشنبه

پطر فليپ: هيڅ چا دا اټکل او فکر نه کاوه چي په2006 کال کي به د لبنان جگړه داسي سخته او يا اوږديږي

https://p.dw.com/p/ExKq
په ختيځ بيروت کي د حزب الله د جنګياليو پر مرکز باندي د اسرايلو هوايي بريد
په ختيځ بيروت کي د حزب الله د جنګياليو پر مرکز باندي د اسرايلو هوايي بريدانځور: AP

د 1967 کال د جون د مياشتي په جگړه کي اسرايل په دې وتوانيدل، چي د شپږو ورځو په اوږدو کي د نږدې ختيځ قدرتي اړخونه سره بدل او خپل ځان د سيمي د لوی قدرت په توگه رامخ ته کړي، مگر دا واري داسي نه و: هغه څه چي لومړی د اسراييلو پر يوه گزمه باندي د يرغل او دوو تنو عسکرو د برمته کولو د قصد او انتقام اخيستني په نامه پيل سول، په داسي يوه درانده 33ورځني جنگ بدل سوه، چي هم يې لبنان ته درانده مادي زيانونه وروسول او هم اسراييلو ته معنوي.

د جگړې په لړ کي نه يوازي دا چي د اسراييلو د نظامي برلاستوب احساس مات سو، بلکي له سياسي مشرتابه څخه هم په بيړني حالت کي د ملاتړ روحيه ونړېده. هم هغه د جگړې په بهير کي د اولمرت د حکومت پر دې پريکړه باندي نيوکي وسوې، چي د حزب الله د حملې جواب په دې ډول جگړې سره ورکړي. او که اوس لومړی وزير ممکن د سپتمبر په مياشت کي استعفا کوي، نو دا هم د ده د هغه پريکړي يوه نتيجه ده، چي بايد د حزب الله جواب په جنگ ورکړل سي او ټول لبنان ورسره سزا وويني. د دې شعارونو په مليتا چي: لبنان به څو کاله شا ته وغورځوي.

اسراييلي عسکر د لبنان د جګړې څخه بيرته د پرشا تګ پر مهال
اسراييلي عسکر د لبنان د جګړې څخه بيرته د پرشا تګ پر مهالانځور: AP

که په نړۍ کي يو څوک په دې واقعيت پوهيدونکی وي، نو هغه بايد اسرائيل وي چي: د حزب الله يو جنگيالی څوک په معمولو جنگي وسلو او وسيلو سره ماتولای نه سي نه په هوايي گذارونو سره او نه د شوبلو او توپونو په گمارلو سره. او بيا دا کوښښ چي په لومړي قطار کي بې گناه کسانو ته زيان ورسول سي او هغوی د حزب الله په لمن کي پناه وړلو ته اړ باسي.

له همدې کبله ده، چي نوموړی سازمان د هغه دوبي د جگړې وروسته د لبنان په سياست او وگړو کي ځای ونيوی، او نن ورځ په لبنان کي يو له پامه نه غورځول کيدونکی ځواک جوړ سوی دی.


خو دونده پرمختگ بيا هم، يوازي د جگړې په پيل او جريان کي د غلطو پريکړو نتيجه نه وه، بلکي په وروستيو کلونو کي د بيت المقدس او واشنگټن ترکت د نږدې عقيدوي او ستراتيژيکي علايقو د شريکتوب پايله هم. نو ځکه د امريکا مشر جورج بوش دا تلوار درلودی، چي ورته د تروريزم پرضد جگړې بڼه او رنگ ورکړي.

د لبنان په جګړه کي د اسرايلو لخوا بمبار سوی کورونه
د لبنان په جګړه کي د اسرايلو لخوا بمبار سوی کورونهانځور: AP

ولوکه دا ډول مبارزه نه په عراق او نه په افغانستان کي چندان بريالۍ ده، سپيني ماڼۍ هڅه کوله چي د اسراييلو ملاتړ وکي: ملگرو ملتونو څو واري د اوربند او سولي کوښښ وکړی، خو امريکا نه ورسره منله او باور يې درلودی چي اسرایيل هدف ته نږدې او پر حزب الله باندي بريالي کيدونکي دي.

فليپ په پای کي په ډاگه کوي، وروسته له هغه چي ټول پر دې باندي مطمئن سول، چي برياليتوب نه سته، نو بيا يې د2006 کال د اگست د مياشتي پر14 نېټه د جگړې پای ته رسولو ته غاړه کښېښوله.که څه هم چي ناوخته و، خو بيا هم په اسرائيلو کي يې عواقب رااسيتل کيږي، مگر په واشنگټن کي به له موجود مشر سره دا حساب ونه سي. په اورپا کي به هم دا پېښه د غورکولو اساس جوړوي.