1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حقاني بل بريد به د امريکا او پاکستان اړيکي ډيري ترينگلي کړي

۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو يوې چارواکي د سه شنبې په ورځ ويلي، چي که په پاکستان کي ميشتي ياغي ډلي يو وار بيا په افغانستان کي پر امريکايانو بريدونه تر سره کړي د امريکا او پاکستان اړيکي به د خرابېدو وروستي حد ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/137BQ
جلال الدين حقاني
جلال الدين حقانيانځور: AP

دغي امريکايي چارواکي زياته کړې، چي امريکا اوس له دې خبري، چي پاکستان د حقاني پر ضد پوځي اقدام نه کوي نا اميده سوې ده.

« د ياغيانو لخوا يو بل لوی بريد به د دواړو هيوادونو اړيکي لا پسي خرابي کړي.»

دغه امريکايي چارواکې چي د نوم د نه ښوولو په شرط يې په اسلام اباد کي خبري کړي، په خاصه توګه ئې په وردگو او کابل کي د امريکايي ځواکونو پر اډو بريدونو ته اشاره کړې.

د حقاني ډله د جلال الدين حقاني لخوا تاسيس سوې او په ۱۹۸۰لسيزه کي ئې په افغانستان کي د روسانو په وړاندي جګړه کوله.

هغه وخت د امریکا استخباراتي ادارې ددغي ډلي سخت ملاتړ کاوه. که څه هم حقاني د طالبانو د تحريک يوه برخه ده، خو هغه او حقاني په جلا جلا توګه عمليات تر سره کوي.

د يادي امريکايي چارواکي په خبره، تمه نه کيږي، چي پاکستان به د حقاني شبکې پرضد کوم عمليات تر سره کړي. د هغې په اند، پر حقاني شبکې بايد فشار واچول سي، ترڅو دغه ډله پوه سي، چي که د کابل په شان بريدونه نور تر سره کړي، نو د هغه عواقب به هم ويني.

د پاکستان حکومت او د دغه هيواد استخباراتي شبکه تل ادعا کوي، چي د حقاني ډلي څخه ملاتړ نه کوي. پاکستان ټينگار کوي، چي د حقاني ډلي سره د دوی ارتباط يوازي ددې له پاره دی، چي له دغي ډلي څخه نور معلومات تر لاسه کړي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر، احمد شجاع پاچا، څه موده مخکي د حقاني ډلي څخه د ملاتړ په اړه ويلي وو.

« موږ هيڅ کله د حقاني شبکې ته يو پول او يا هم يوه مرمۍ نه دي ورکړې.»

پاکستان بيا د امريکا څخه په دې گيله مند دی، چي د اړتيا په وخت کي پردغه هیواد ږغ کوي، خو د پاکستان د اقتصادي او سياسي ستونزو په اړه سر نه خلاصوي.

څه موده مخکي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير هيلري کلنټن پاکستان ته د خپل سفر پر مهال وويل، چي پاکستان بايد د څو ورځو او اونيو په جريان کي د حقاني پر ضد عمليات پيل کړي.

آژانسونه: مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل