1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حقاني شبکه د امریکا په تور لست کې شاملیږي»

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه

نیو یارک ټایمز خبر ورکړی دئ چې متحده ایالات دې ته چمتووالی نیسي چې د حقاني شبکه په خپل تور لست کې شامله کړي. د نوموړې ورځپانې په حواله ‎ښایي متحده ایالات په دې اړه د جمعې په ورځ خپله پریکړه اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/164yF
انځور: AP

د حقاني پر شبکې باندې په افغانستان کې د یو شمیر مهمو بریدونو پړه اچول شوې ده چې پکښې په کابل کې د متحده ایالاتو پر سفارت برید هم شامل دئ. د روان کال د جون په میاشت کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، په کابل کې ویلي وو چې د پاکستان پر وړاندې د دوی صبر نور پای ته رسیدلی دﺉ‎ ځکه چې د حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په تور لست کې د نوموړې ډلې له شاملیدو سره به پر یو شمیر هغو کسانو باندې بندیزونه ولګول شي چې له نوموړې ډلې څخه مالي ملاتړ کوي. پر دې سربیره به په متحده ایالاتو کې د دغې ډلې شتمنۍ هم کنگلې شي.

د متحده ایالاتو کانگرس د اوباما ادارې ته د روانې اونۍ تر پایه پورې ضرب الاجل ټاکلی دئ چې په دې اړه کانگرس ته رپوټ ورکړي چې ایا دغه ډله په تور لست کې د شاملیدو له پاره شرایط پوره کوي او که نه‎.

د نیویارک ټایمز په حواله یو شمیر امریکایي چارواکو چې د حقانې د شبکې په تور لست کې د شاملیدو په حق کې نه وو په دې اړه انديښنه څرگنده کړې ده چې ښایي دغه کار به له پاکستان سره اړیکي نورې هم خرابې کړي او د هغه امریکایي سرتیري برخلیک به هم له خطر سره مخامخ شي چې د یاغیانو په منگولو کې دئ.

رپوټ زیاتوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو او پوځي چارو چارواکو د نوموړې ډلې په تور لست کې د شاملیدو له پاره په دې ټینگار کوي چې له دې کار سره به د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په څیر هیوادونو کې د نوموړې ډلې د مالي مرستو فعالیتونه کم کړای شي او له بل پلوه به پر پاکستان فشار راوړل شي چې د دغې ډلې پر ضد عمل وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړپوړي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي دي: «د معلوماتو له مخې اټکل کیږي چې هیلري کلنتن به نن «جمعه د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر اوومه نیټه» کانگرس ته د حقانې د ډلې په اړه خپل رپوټ ورواستوي او کلنتن به وروسته په دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.»

د رویترز خبري آژانس د افغان چارواکو له قوله لیکي دي چې هغوی د متحده ایالاتو دغه گام ستایلی دئ. نوموړي خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي له قوله لیکلي دي: «دا به د متحده ایالاتو له لوري د حقانې د شبکې پر وړاندې ستر گام وي. ځکه چې د حقاني شبکه اوس هم زموږ پر وړاندې خطرناک او تخریبونکي بریدونه پلانوي.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش