1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د حقاني پر ضد عملیاتو پر مهال باید د افغانستان سرحد وتړل سي»

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه

پاکستان، واشنگټن ته ویلي دي چې که چیرې په شمالي وزیرستان کې د حقانې شبکې پر ضد عملیات پیلیږي نو امریکایي پوځیان باید افغان پوله په بشپړه توگه وتړي چې افغانستان ته د یاغیانو د اوښتو مخه ونیوله شي.

https://p.dw.com/p/15o3m
انځور: ANJUM NAVEED/AP/dapd

دغه څرگندونې د پاکستان یوه جگپوړي امنیتي چارواکي د شنبې  په  ورځ «د ۲۰۱۲م کال د اگست یوولسمه» د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط کړي دي.

د حقاني پر شبکه باندې په افغانستان کې د ځینو خونړیو بریدونو د ترسره کولو تور لگول شوی دئ او داسې گمان کیږي چې د هغوی مشران د پاکستان په قبایلي سیمه کې میشت دي.

دغه جگپوړي امنیتي چارواکي ویلي دي: «امریکایانو ته څو وارې ویل شوي دي چې کله په شمالي وزیرستان کې عملیات پیلیږي نو هغوی باید د افغانستان له خوا پوله وتړي.»

د هغه په وینا د پولې د نه تړلو په صورت کې په دغه غرنۍ سرحدي سیمه کې اورپکي په آسانۍ سره افغانستان ته اوړي. نوموړي چارواکي ادعا کړې ده چې امریکایانو له دې خبرې سره هیڅکله لیوالتیا نه ده ښوولې.

دغه چارواکي پر امریکایانو تور پوری کړی دئ چې په شمالي وزیرستان کې د تیرو دوو پوځي عملیاتو په جریان کې د افغانستان د پولې په تړلو کې پاتې راغلي دي.

د اگست د میاشتې پر دریمه نیټه یوې د وال ستریت جورنال ورځپاڼې خبر ورکړ چې امریکایي او پاکستاني چارواکي په گډه په پاکستان او افغانستان کې د حقاني د شبکې پر ضد د عملیاتو په اړه فکر کوي.

پاکستاني چارواکو بیا وروسته دغه رپوټونه رد کړل او ویویل چې له واشنگټن سره ئې په شمالي وزیرستان کې د گډو پوځي عملیاتو د تر سره کولو کوم تړون نه دئ لاسلیک کړی. د پاکستان په وینا د پولې دواړو خواو ته همیشني پوځي عملیات باید له گډو عملیات سره غلط نه کړای شي.

د پاکستان د استخباراتي شبکې د مشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته ظهیر الاسلام د لومړی ځل له پاره د اگست په میاشت کې متحده ایالاتو ته سفر وکړ. هغه د خپل دغه سفر په ترڅ کې د متحده ایالاتو د استخباراتي شبکې له مشر دیوید پیتریوس، سره ولیدل او په یو لړ موضوعاتو باندې ئې خبرې اترې وکړې.

دغه چارواکي ویلي دي: «هغوی ته په څرگند ډول وویل شول چې امریکایانو ته به په پاکستان کې د قدم ایښودلو اجازه ور نه کړل شي او که چیرې کله کوم پوځي عملیات په لار اچول کیږي نو هغه به یوزاې د پاکستان له خوا تر سره کیږي. موږ امریکایانو ته وویل چې په اوسني وخت کې دا ممکنه نه ده چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې نوي پوځي عملیات پیل کړي، ځکه چې دا به ډیرې منفې اغیزې ولري.»

دغه چاوراکي زیاته کړې ده چې ظهیرالاسلام په واشنگټن کې CIA  ته دوه واضحه پیغامونه ورکړل. یو دا چې په پاکستاني خاوره به امریکایانو ته د قدم ایښودولو اجازه ور نه کړل شي او بله دا چې د یاغیانو پر ضد باید د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودرول شي.

په همدې حال کې یو شمیر کارپوهان هم په دې اند دي چې پاکستان به له امریکايانو سره په په دې هیواد کې د گډو عملیاتو اجازه ور نه کړي. د پاکستان یو سیاسي شنونکی حسن عسکري وایي: «زه به په تعجب کې شم که چیرې پاکستان د گډو عملیاتو تر سره کولو ته راضي شي.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش