1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حلب له ختیځ څخه د ملکي کسانو د وتلو پر سر توافق

۱۳۹۵ آذر ۲۴, چهارشنبه

د سوریې رژیم، ظاهرا د حلب ښار ختیځه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده او اوس جنگ بند دی. په زرونو ملکي کسانو د یاغیانو تر کنترول لاندي سیمه کې بند پاتې ول. اوس هغوی دې ته انتظار باسي چې له دغه ځایه ولیږدول شي.

https://p.dw.com/p/2UElY
Syrien Krieg - Szene aus Aleppo, Zivilisten fliehen in Bussen
انځور: Getty Images/AFP/G. Ourfalian

د سوریې د ستر ښار حلب د نیولو له پاره تر څو میاشتو جگړو وروسته اوس د وسلو شپیلۍ چوپ شوي دي. اوس باید یاغیان او ملکي کسان د حلب ښار له ختیځي برخې را وایستل شي. په دې تړاو یاغیانو یوه توافق ته د رسیدو اعلان کړی وو چې دغه اعلان بیا روسیې او ترکیې تائید کړ.

د سوریې د حکومتي کړیو له لوري هم ویل کیږي چې د دغو کسانو د را انتقالولو لړۍ به د چهارشنبې په سهار پېل شي. دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه یو کس هم له ښاره نه دی وتلی.

د یاغیانو یوه استازي ویلي دي چې اسد پلوه ملیشې د دې مخه نیسي چې خلک له هغو سیمو ووځي، چې تر مخه یې کنترول د یاغیانو په لاس کې وو.

د دغه سازمان په وینا د سوریې رژیم او د هغه د متحد روسیې تر منځ له یاغیانو سره یوه توافق ته د رسیدو په هکله د نظر اختلاف شته. ویل شوي دي چې د سوریې مشرتابه ناراضي دي، ځکه چې په وینا یې روسیې دغه توافق د هغوی د تائید پرته اعلان کړی دی. د دغه سازمان چې په لندن کې مقر لري او اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي معلومات له آزادو سرچینو څخه تائیدول گران دي.

لومړي ټپیان

د یاغیانو د معلوماتو له مخې په لومړي سر کې باید ټپیان او ملکي کسان له دغې سیمې وایستل شي او تر هغه وروسته بیا یاغیانو ته چې سپکې وسلې ولري د وتلو اجازه ورکړل شي، څو د حلب لویدیځ او یا هم د یاغیانو تر کنترول لاندې ولایت ادلیب ته ولاړ شي. د رپوټونو له مخې د حکومت تر کنترول لاندې سیمه کې شا او خوا ۳۰ سرویس موټرونه د خلکو انتقالولو ته انتظار باسي.

له دغه ښار څخه به د یاغیانو وتل، حکومتي ځواکونو ته د حلب ښار کنترول په لاس کې ورکړي. دا به د سورې په کورنۍ جگړه کې چې پنځه کاله پرې اوړي د ولسمشر بشارالاسد او د هغه متحدینو ته یوه لویه بریا وي.

دغه مؤقتي تړون او د خلکو د راایستلو توافق، د روسیې او ترکیې تر منځ د خبرو په پایله کې رامنځ ته شو. روسیه د اسد له اصلي متحدینو څخه دی او ترکیه بیا د اپوزیسیون د منځلارو پاڅون کوونکو ملاتړ کوي.

په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین د سه شنبې په ورځ امنیت شورا ته وويل: «په تیرو ساعتونو کې موږ دا معلومات تر لاسه کړل چې د حلب په ختیځ کې پوځي فعالیتونه دریدلي دي. د سوریې حکومت د حلب پر ختیځ باندې کنترول تر لاسه کړی دی.»

له بشري حقونو سرغړونه

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي دي چې دوی د حکومتي پلوو ځواکونو له خوا د یاغیانو تر کنترول لاندي سیمو کې د ۱۱ ښځو او ۱۳ ماشومانو په گډون د ۸۲ ملکیانو د وژلو رپوټونه تر لاس کړي دي. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو څانگې ویاند ویلي دي چې په حلب کې وضعیت یو بشپړ بشري ناورین په گوته کوي.

په عین وخت کې ترکیې اعلان کړی دی چې د حلب د۸۰۰۰۰ مهاجرو له پاره د خیمو یو کمپ جوړول غواړي. دغه خبر مرستیال صدراعظم د تویتر له لاري په لنډ پیغام کې ورکړی دی. خو په دې هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د سوریې حکومتي ځواکونو د نومبر میاشتې په نیمايي کې چې د روسیې هوایي ملاتړ ورسره دی د دغه ښار د نیولو له پاره ستر تهاجمي عملیات پېل کړل.

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا حکومتي ځواکونو د دغه ښار په ۹۰ سلنه برخه کې اوس کنترول لري. د یوه بهرني مرستندوی سازمان په وینا شا او خوا ۱۰۰۰۰ ملکي کسان د حلب په ختیځ کې په یوه کوچنۍ سیمه کې بند پاته دي.